سیاست

آیا سعودي رښتیا هم په پاکستان کې کودتا غواړي؟

‌ژباړه: عایشه حیدري د سعودي دولت هڅه کوي د پاکستان د پوځ سرتېري د پاکستان د لومړي وزیر پر وړاندې کودتا ته را وپاروي. له یوې هندي ورځپاڼې څخه د فارس نیوز د نقل پر بنسټ اسپوټنیک راپور کاږي چې د فارس خلیج په څنډو کې پراته عربي هېوادونه چې سعودي یې مشري کوي، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد د کودتا په فکر کې دي. د ټي في پوسټ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شموخ، د نړۍ ګرانبیه عطر

ژباړه: عایشه حیدري انسانان په ټولیز ډول د سینګار او ښکلا شوقیان دي او غواړي نورو ته ځانونه ښکلي، متفاوت او زړه‌راښکوونکي څرګند کړي. له همدې کبله د سینګار د نورو توکو ترڅنګ له عطر څخه هم کار اخلي او هڅه کوي چې هغه عطر وټاکي چې تر نورو ښه او ځانګړی بوی ولري، چې یو ښکلی احساس ولري. څېړونکي وايي یوازې د عطر څو څاڅکي کولای شي پر عصابو، احساساتو او ان په جسمي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مخ لکې او داغونه، کورني ماسکونه او درملنه

ژباړه: عایشه حیدري روغتياپوهان وایي: “وقایه تر درملنې غوره ده” نو کوښښ وکړئ چې د مخ په پوستکي کې د لکو او داغونو د رامنځته‌کېدلو مخنیوی وکړئ. په دې هم باید پوه شئ چې په مخ کې د لکو پیدا کېدلو یو لامل انیمیا او یا هم د وينې کمښت دی، نو باید مخکې تر دې چې ستاسو مخ لکې او دانې پیدا کړي، د خوړو په واسطه د بدن وینه او نور اړین مواد … نور ولولئ
خواړه

هغه مېوه چې د خېټې شدید درد پيدا کوي

ژباړه: عایشه حیدري ام خوږه ژېړ رنګه مېوه ده چې په ګرمو سیمو کې حاصل ورکوي، ام له مغذي موادو ډکه مېوه ده چې لږه کچه کالوري لري، ام د ډېرو بېساري ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري. ام خورا لرغونې مېوه ده او شاوخوا ۴ زره کاله کېږي چې د انسان د خوراک وړ مېوو په ډله کې شمېرل شوې مېوه ده. ام د ګټورو موادو لکه ګالوټانین Gallotannin، الفاکروټين Alpha-Carotene او بټاکریپټوکسانټین Beta … نور ولولئ
خواړه

زیانونه؛ شات د مسمومیت لامل کېږي

ژباړه: عایشه حیدري شات تل د روغتیايي خوړو په توګه کارول کېږي او ډېری خلک د تصفیه شوې بورې پرځای ترې ګټه اخلي او دا چې د انټي اکسیدېنټ غوره سرچینه ده د ځینو دردونو د درملو په توګه هم کارول کېږي، د شاتو موچۍ د شاتو لومړنۍ خام مواد یا د ګلانو شیره را ټولوي او خپلو ځالو یا د شاتو کندوانو ته یې ننباسي وروسته بیا په کندو کې ترې شات جوړوي. شات … نور ولولئ
خواړه

د لېمو اوبه قندي مواد لري، ځکه یې ډېر خوړل خطرناک دي

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري ایا پوهېدئ چې تروه لېمو د ډېرو زیاتو ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري؟ هو لېمو سره له دې چې د C ویټامین غوره سرچینه ده او ډېرې روغتیايي ګټې لري، ځينې زیانونه هم لري، خو دا چې زیانونه یې څه دي دا به په دې لیکنه کې درته روښانه کړو. که غواړئ د تروه لېمو زیانونو په اړه پوه شئ او خپله روغتیا درته ارزښت لري دا لیکنه تر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لومړي کال محصلینو ته ځینې لارښوونې

لیکنه: عایشه حیدري د پوهنتون د لومړي کال محصلین یا هغوی چې نوي د کانکور تر ازموینې وروسته د هېواد یوه پوهنتون ته لار مومي، په لومړیو کې په پوهنتون کې له زده‌کړو زړه‌توري کېږي، مینه او علاقه یې کمېږي. ډېری محصلین ځکه په لومړیو کې له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه چې هغوی د پوهنتون چاپیریال سره بلد نه وي. کله چې یوه ښځینه محصله د لومړي ځل لپاره پوهنتون ته ځي، نو د … نور ولولئ
پوهنه

ټیوډور رابرټ ټېډ بانډي؛ د انسان په څېره کې شیطان

ژباړه: عایشه حیدري تیوډور رابرټ بنډې (Theodore Robert Bundy) په ۱۹۴۶ په امریکا کې زیږېدلی دی. هغه زړه‌راښکونکي څېره او مغرور شخصیت درلود او ډېر هوښیار و. هغه د همدې غرور او زړه‌راښکونکي شخصیت پر مټ د امریکایي ښځو پام ځان ته را اړوه. ټېډ تل په هغه باندې د ښځو له باور څخه ګټه پورته کوله او له هغوی یې د مرګ تر پولې رسولې. تیوډور رابرټ ټېډ بنډې به په ډېرو حیرانووکو لارو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ۵۰ کلنې ښځې ښکلا او ځوانۍ د هغې اولادونه له ستونزو سره مخ کړي

ژباړه: عایشه حیدري نن سبا د هوسا ژوند او بېلابېلو امکاناتو ځوان پاتې کېدل اسانه کړي دي، او په لوړ عمر کې هم ښکلې څېره او ځوان صورت لرل ستونزمنه خبره نه ده. د څېرې د ښکلا او ځوان پاتې کېدو لپاره نن سبا خلک په ځانګړي ډول ښځې له بېلابېلو لاروچارو کار اخلي، ډېری ښځې چې په دوامداره توګه ورزش کوي او په منظم ډول په خپلو خوړو کې له سبو او مېوو څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې انسان خولې کوي؟ لاملونه او مخنیوی یې

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري په طبیعي ډول د هر انسان بدن خوله Sweatingکوي، له بدن څخه د خولو وتل د بدن په یخوالي کې مرسته کوي، خو د ټولو انسانانو له بدن څخه د خولو وتل يو ډول نه وي، ځینې خلک په نورمال ډول خولې کوي چې دا خولې طبیعي خولې بلل کېږي او هېڅ ستونزه نه لري خو ځینې خلک بیا له حد څخه ډېرې خولې تویوي چې دا ډول خولې انسان … نور ولولئ