افغانستان

افغانستان؛ ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ مثبتې پيښې ثبت او ۱۲ مړه شوي

ژباړه: عایشه حیدري د افغانستان د عامې روغتيا وزرات اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د کورونا ۶۹۱ شکمنې نمونې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې اخیستل شوي، چې له دې ډلې ۲۰۵ نمونو پایلې مثبتې وې. د روغتیا وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۵ اعلان وکړ، چې د کورونا دغه شمېر مثبتې پايلې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، بامیان، کندز، نیمروز، بادغیس، پروان، لوگر، بدخشان، غزني، هلمند، غور، کاپیسا، زابل … نور ولولئ
افغانستان

د لومړي مرستيال امر پر ځای او پارک سینما ونړول شوه

ژباړه: عایشه حیدري د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ډېرو فرهنګیانو نیوکو او غبرګونونو سره سره، د کابل ښاروالۍ د پارک سینما چې د کابل له فرهنګي اثارو څخه شمېرل کېږي ویجاړه کړه. د پارک سینما د نړولو پرېکړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په ریاست د سهار ۰۶:۳۰ دقیقو ناسته کې شوې وه. د‌کابل ښاروالۍ وياندې سمیرا رسا وويل، د پارک سینما ويجاړه شوه او د دغې سینما پر ځای د جوړېدونکې … نور ولولئ
افغانستان

امرالله صالح ته د فرهاد دریا پرانیستی لیک

ژباړه: عایشه حیدري د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په یوه پرانیستي لیک کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح سره د هغې پرېکړې له امله مخالفت څرګند کړی، چې له مخې به یې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ویجاړېږي، فرهاد دریا لیکلي دي، د پارک سینما ويجاړول د بودا د تاریخي مجسمو د ویجاړولو سره کوم توپیر نه لري. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د فرهاد دریا په پرانیستي لیک … نور ولولئ
افغانستان

د کابل د نوي ښار پارک سینما ويجاړول پيل شول

ژباړه: عایشه حیدري وړاندې تر دې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، ويلي و چې د نوي ښار سینما به په همدې اونۍ کې ويجاړه شي او پر ځای به یې جوړه شوې طرحه هم پلې شي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د کابل د ښاروالۍ وياندې سميرا رسا وويل، چې د دغې سینما ودانۍ د‌ بیارغونې شونتيا نه شته، نو ځکه ويجاړېږي خو پر ځای یې د بلې ټاکلې طرحې په اړه تر … نور ولولئ
پوهنه

پر کابل پوهنتون برید، د عایشې حیدري د سترګو لیدلی حال

د درس جریان و! د ټولګي دروازه وټکېده، ور یې خلاص کړ، یوه نجلۍ وه. ويل یې امنیتي وضیعت ښه نه دی، ټول د انجینیرۍ له دروازې څخه ووځئ. موږ نږدې ملګرو یو بل ته وکتل، استاد هم هک حیران پاتې شو، موبایل یې را واخیست، نه پوهېږم چاته یې زنګ وواهه، خو وې پوښتل، څه خبره ده؟ کله چې استاد موبایل بند کړ، په څېرې یې وېره خپره وه، خو زموږ د ډاډګيرنې لپاره … نور ولولئ
افغانستان

د مالېزیا دیني علماء: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

ژباړه: عایشه حیدري د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مالیزیا د اسلامي وحدت نړيوالې غونډې په افغانستان کې د جګړې دوام او تاوتريخوالی غندلې دی او دغه جګړه یې غیر شرعي بللې ده. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې، د اسلامي نړۍ عالمانو او د نړيوالو اسلامي مرکزونو د فتواګانو په دوام، دا ځل د مالېزیا … نور ولولئ
افغانستان

یوانکا ټرمپ، د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د بسپنې په راټولو کې ريکارډ جوړ کړ

ژباړه: عایشه حیدري د امریکا د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لور د ولسمشريزو ټاکنو د مالي ملاتړ او بسپنې راټولونې په برخه کې د ډونالډ ټرمپ تاکنیزو کمپاینونو ته له ۳۵ میلیون ډالرو څخه زياتې پيسې راټولې کړې دي او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بارک اوباما ریکارډ چې په یوه شپه او ورځ کې یې د ټاکنيزو کمپاينونو د مرستو په راټولولو کې جوړ کړی وو مات کړ. د اسپوټنیک د راپور پر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د قبرس دولت د طلایي پاسپورټونو د ورکړې پروژه ‌بندوي

راپور: عایشه حیدري د قبرس دولت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ په بدل کې ترلاسه کېدونکي پاسپورټ د ورکړې پروژه‌ بنده کړه. د‌ اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د قبرس دولت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د سوداګرۍ په بدل کې د دغه هېواد د تابعیت ورکړې پروژه، چې د طلایي پاسپورټونو په نامه مشهوره وه، بنده کړه. د دغې پروګرام په چوکاټ کې چې د ۲۰۱۳ څخه پیل شوی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ګوګل عاید د ۲۰۲۰ په درېيم فصل کې له تمې ډېر لوړ شو

ژباړه: عایشه حیدري د الفابټ د مالي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال په درېیم فصل او د کورونا د څپې په دوران کې ګوګل له تمې ډېر عایدات لاسته راوړي دي. د دغه راپور پر بنسټ اوس مهال د ګوګل او يوټيوب د اعلانونو عاید د پروسږ کال د همدې وخت په پرتله ۱۴ سلنه ډېر شوی دی. د ۲۰۲۰ په درېیم فصل کې د یوټیوب اعلانونو تر ۵ ملیارډو ډېر عاید ترلاسه کړی. … نور ولولئ
اقتصاد

امرالله صالح: د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړئ

ژباړه: عایشه حیدري د ولسمشر لومړی مرستيال وايي، د کابل ښاروال ته يې امر کړی دی چې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړي او ځمکه یې له پارک سره يو ځای کړي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، په خپلې ۱۲مې ناستې کې چې د اکټوبر په ۲۹ د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې … نور ولولئ