خواړه

که غواړئ چې بدن مو بد بوی ونه کړي، دغه خواړه مه خورئ!

کېدای شي کله کله د بدن پاکۍ ته د بشپړې پاملرنې سره سره بیا هم ستاسو د بدن بد بوی تاسو وځوروي او کېدای شي لامل یې هغه خواړه وي چې تاسو یې خورئ. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د هغو خوړو په اړه معلومات درکړو چې خوړل یې د بدن د بد بوی لامل کېږي. د چارلز پراګ پوهنتون څېړونکو يوه جالبه څېړنه ترسره کړې ده. هغوی د هغو نارینه وو د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ځینې کورنۍ کړنې چې ويښتانو ته ځلا وربخښي

په معمولي ډول خلک د وېښتانو د ځلا لپاره له ژيل او يا د وېښتانو تېل څخه ګټه اخلي خو له طبي نظره دا ډول کيمياوي مواد د سر پوستکي او وېښتانو ته ګټور نه تمامېږي او د وخت په تېرېدو سره د وېښتانو کیفیت خرابوي. نو د وېښتانو د ښکلا او ځلا ورکولو لپاره تر ټولو غوره لار له طبيعي موادو څخه ګټه اخیستنه ده. ځینې کسان نه غواړي چې د وېښتانو د ځلا … نور ولولئ
روانې سلامتي

د حافظې ارزښت

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ دغه پوهه به له تاسو سره ستاسو په پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي. زموږ ټول ژوند حافظه ده. دا چې څوک يو، دا چې څه غواړو او يا په څه پوهېږو ټول زموږ په حافظې کې ثبت دي. که حافظه … نور ولولئ
خواړه

که وزن کمول غواړئ، په خپلو خوړو کې زیره وکاروئ

هر انسان غواړي چې ښایسته او ښکلی اندام ولري او د ښکلي اندام لرلو لپاره ډېره هڅه هم کوي. هغه خلک چې غواړي ښکلی اندام ولري هڅه کوي چې وزن کم کړي ځکه هغوی په دې پوهېږي چې کم وزن لرل له هغوی سره د ښکلي اندام په جوړلو کې مرسته کوي. کېدای شي تاسو هم د دغو خلکو له ډلې څخه واوسئ چې ښکلی اندام خوښوي او د ښکلي اندام د لرلو کولو لپاره … نور ولولئ
خواړه

د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د يوې روغتياپوهې لارښوونه

يوې روسي روغتياپوهې متخصصې د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د يوې نوې لارې وړاندیز کړې دی. د روغتيايي علومو او اندوکرینولوژي متخصصه يوليا مانویلووا له يوه ټلويزيون سره په مصاحبې کې ويلي دي چې د شکر ناروغيو د مخنیوي لپاره یې یوه حل لاره پیدا کړې ده. دغه متخصصه ټينګار کوي چې:” د شکر د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره د بدن طبیعي وزن دی. څومره چې د بدن وزن لږ … نور ولولئ
ژوند بڼه

څنګه پوه شو چې يو څوک له موږ سره مینه لري یا نه؟

ډېری وخت نه شو کولای چې په مستقیمه بڼه له يو چا نه دا پوښتنه وکړو چې ایا له موږ سره علاقه یا مینه لري او که نه؟ خو د هغوی د خبرو او د هغوی د کړنو له مخې کولای شو، پوه شو چې ايا هغوی له موږ سره علاقه يا مینه لري او که نه؟ په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه ځانګړنې در وپېژنو چې د خبرو کولو پر مهال … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت لپاره کارول کېږي او د ستونزې هوارۍ، پریکړې کولو، او لیکلو کې هم کارول کیدای شي. د دغه ډول ډیاګرامونو کارول له پیړیو راهیسې دود دي خو په لومړي ځل په ۷۰مه زېږديزې لیسزه کې، ارواپوه او ټلویزیوني پروګرامونو وړاندې کوونکی … نور ولولئ
خوندیتوب

که د ساه اخیستلو ستونزه لرئ؛ دا درې کورني درمل وازمایئ

که د ساه اخيستنې ستونزې لرئ؛ نو له شاتو څخه په منځنۍ کچه ګټه اخیستنه کولای شي له تاسو سره د دغې ستونزې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، بل دا چې شات د محافطتي سيسټم فعالیت ته وده ورکوي له همدې امله کولای شي له ناروغیو سره مبارزه وکړي. په ساه اخیستنه کې ستونزې معمولاً ښکاره ستونزه وي او موږ په خورا اسانۍ سره کولای شو، پوه شو چې زموږ په ساه اخیستلو … نور ولولئ
روغه سټه

څنګه په خپل ذهن کې ډیر معلومات خوندي کړو؛ درې تګلارې

تاسو به تل په خپله شاوخوا کې داسې خلک لیدلي وي چې وایي، يوه موضوع یې سمه نه یادېږي، یوه ځانګړې موضوع یې بېخي هېره شوې وي، د يوه تن څېره ورته اشنا ښکاري، خو نوم یې ترې هېر وي. هو! داسې انسانان بېخي ډېر دي او ډېر انسانان د حافظې د کمزورتیا له ستونزې سره مخ کېږي، د بېلګې په ډول د وګړو نومونه هېروي، کله کله خپله ترې خبره هېرېږي، ځینې وختونه دا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هېڅوک په چا پسې نه مري !

“هېڅوک په چا پسې نه مري” دا یو مشهور متل دی، او خلک یې هغه مهال په خپلو خبرو کې کاروي چې يو څوک د خپل ژوند تر ټولو نيږدې تن له لاسه ورکوي او هغه پسې خپګان کوي. دا رښتیا ده چې هېڅوک په چا پسې نه دي مړه شوي، خلک مري، خواخوږي او دوستان یې پاتې کېږي او د هغه چا له غمه نه مري چې اوس تر خاورو لاندې دي، خو دا … نور ولولئ