بریا او پرمختګ

د مثبت ګرايۍ اړوند ۷ مهم ټکي چې باید ورباندي وپوهېږئ!

مثبت ګرايي د نن ورځي په اصطلاحاتو کي یوه نوې رغېدونکې اصطلاح ده. چي ځینو په خوشبینۍ سره معنا کړې  او ځینو نور بیا هغه په مثبته انرژي اخیستلو یا لېږلو سره هم معنا کړې ده. همدارنګه ځینو دغي اصطلاح ته فعالانه اړخ هم ورکړی دئ او مثبت فکر کول ئې خلاقیت ګڼلی دئ. نو داسي ایسي چي مثبت فکر کول دمخه تر دې چي تعریف کړه سي باید له هغه څخه چي نه دي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خوښې وړ یا مطلوب ژوند پسې دا ۷ ګامونه وآخلئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي کابو دا د ټولو انسانانو شریکه هیله او آرزو ده چي ستر کارونه وکړي او په بهترین حالت کي و اوسي. سره له دې، هیڅکله موږ ډېری خپلو غوښتو پایلو ته نه رسېږو. ګیلې مانې کوو چي په ژوند کي کافي بریالي نه يوو. د اشارې ګوته مو دباندینیو مشکلاتو ته وي او ژوند نور پسي سختوو. خو هغه څه چي باید درک ئې کړو او دماغ ته ئې وسپارو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوه خوشحاله ژوند ۲۵ رازونه چې تر اوسه مو نه وي اورېدلي یا لوستلي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي د خوشحاله اوسېدو ارواپوهنه د زیاتو ارواپوهنیزو مقولو برخلاف رواني اختلالاتو ته زیاته توجه نه کوي بلکي له ژونده پر خوند اخیستلو او خوشحالۍ باندي زیات تمرکز کوي خو اوس پوښتنه دا ده، چي څنګه کولای سو په خوشحالۍ سره ژوند وکړو او له ژونده خوند واخلو؟ هغه رازونه عبارت دي له: ۱ـ له خدای سره اړیکه ونیسئ: انسان د خالق تعالی قُرب او د هغه ذات د خدایۍ روح … نور ولولئ
روغه سټه

سټریس او فشار مو له دغو ۹ لارو کنټرول کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي سټریس او فشار داسي ناجوړي ده چي نن سبا ډېری کسان ورباندي آخته دي. دا مشکل له زیات کاره او ښاري اضطرابونو څخه رامنځ ته کېږي او باید په آسانو لارو او له دواوو کارولو پرته ئې مخه ونیسو. د دې مریضۍ پراختیا په انسان کي کولای سي چي خورا بد عواقب ولري. ځکه مو په دې لیکنه کي هغه ۹ لاري چاري را اخیستي دي چي ستاسي سره مرسته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هيلو ته د رسېدو ۳ زریني لاري؛ له دې درو لارو خپلو هیلو او آرزوګانو ته ورسېږئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي چشي مي بایللي دي؟ هر څوندي چي کوښښ کوم نه سم کولای چي هغه ترلاسه کړم! ذکر کوم، دعا کوم، لمونځ کوم، هره ورځ ورزش کوم له عرفاني کسانو سره راشه درشه کوم خو متاسفانه بیا مي هم په روحي وضعیت کي هیڅ تغیر نه احساسوم… ولي مي په درون کي مینه کمرنګه ده، شتمني زه نه لرم، کامله روغتیا زما په برخه نه ده؟ څنګه کولای سم چي له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په اولاد روزنه کې د مور او پلار لس ستري تېروتني!

ليکنه: نوراحمد فضلي د والدینو غېږه د ماشوم روزني لومړنی ښوونځی بلل کېږي. له درې کلنۍ څخه بیا تر پنځه کلنۍ پوري د ماشوم دماغ د سپیني تختې په شان وي؛ څه چي له خپلو والدینو څخه اوري يا ئې ويني دوئ ئې له ځانو سره خوندي کوي؛ له همدې ځایه هغه مثبت یا منفی وروزل سي. دا د هري کورنۍ مسئوليت دئ چي خپل ماشومان وروزي، که خپلو ماشومانو ته داسي يو محیط او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دېرش کلنۍ ته تر رسېدو دمخه مو باید دا ۱۱ درسونه زده کړي وي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي هغه چي وايي ژوند کښته پورته او لوړي و ژوري لري، رښتيا دي. هر څونده چي د انسان عمر زیاتېږي، هغونده ئې تجربه هم زیاتېږي، فکر او آند ئې تغیرېږي او نور نو د ماشومتوب په رقم هیلي او آرزوګاني نه لري. تغیر ډېر ښه دئ خو چي پر سمه طريقه او خوا باندي وي او انسان خپلو لوړ اهدافو ته ورسوي. ددې له پاره چي د خپلي ځوانۍ د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ناهیلۍ سره د مبارزې ۶ حللاري!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي هرکله چي زموږ په ژوند کي منفي احساسات او نااُمیدي رامنځ ته کېږي موږ کولای سو چي ورسره مبارزه وکړو څو موږ له وروستنیو مشکلاتو سره مخامخ نه کړي. هرکله چي ناهیلي سواست، زموږ ددې مقالې لوستل حتمي درته مفید تمامېږي. مې هېروئ چي کله هم خپلو نژدې قریبانو يا دوستانو ته د عجز، ناتوانۍ يا خښم په چوکاټ کي خپلي ماتي ښکاره نه کړئ. ناهیلي کوونکي او بدي پېښي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ځان کې د مثبت فکر روزلو لپاره څو مهمي خبرې

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي مثبت اوسېده يو هُنر دئ چي باید زده کړه سي. که تاسي غواړئ چي مثبت و اوسئ نو باید لاندي څو خبري هېري نه کړئ. مثبت اوسېده د انسان سره د هغه د اهدافو په لاس راوړلو کي مرسته کوي او د ذوق، انرژۍ، او اغېزناکتوب د زیاتېدو سبب ئې کېږي. په ځان کي د راتلونکي پر وړاندي د مثبت لید او فکر د ودي او پراختیا له پاره باید: … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوشحاله اوسېدو له پاره ۱۰ عملي کړنلاري!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي خوښي او خوشحالي هغه څه دي چي هر انسان ئې په خپل ژوند کي د لرلو هیله لري؛ او د همدې هدف په لاس راوړلو له پاره بېلابېلي طریقې په کار اچوي؛ څوک خوشحالي په لوړ مقام او چوکۍ، څوک ئې په ډېرو پیسو او شتو، او څوک ئې په نورو لارو چارو کي ویني. خو بیا هم وینو چي ډېری د لوړ منصب او مقام خاوندان په خپل ژوند … نور ولولئ