روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۸ روغتایي مراکز شتون لري.

د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له درې مرکزونو پرته د ټولو مرکزونو ودانۍ کرایه شوي دي، چې د دې ودانیو په کرایه کولو کې هم فساد شوی دی.

نوموړي وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشه‎يي توکو روږدي دي او هر معتاد د ورځې درې ډالره لګښت لري.

د ده په خبره اوسمهال په هېواد کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

عمر وویل دوی له د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سره په ګډه کار کوي چې افغانستان کې د خوارځواکۍ ګواښ راکم کړي.

د روغتیا وزارت مسوولین وايي، دا مهال له دوی سره امکانات کم دي او نشي کولی چې په هېواد کې د کرونا ویروس ټول روغتونونو ته امکانات او معاشونه برابر کړي، خو هڅه کوي چې ددې ستونزو د حل لپاره بهرني مرستندویان پیدا کړي.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله