سارک سازمان: افغانستان ته دې ژر بشري مرستي ورسول شي

د سارک سازمان له افغانستان سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د سارک سازمان مشرتابه پلاوي په یوه غونډه کې ویلي چې دمګړی شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو او لومړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

دغه سازمان له نړیوالو غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د خوراکي او نورو بشري مرستو لړۍ پراخه کړي او د میلیونونه کسانو ژوند وژغوري.

د سرچینې په خبره افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او نړۍ دې سیاسي بدلونونه د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې د خنډ په توګه نه مطرح کوي.

دوی ویلي چې د نړۍ ځينې شتمن هېوادونه د افغانستان پر وړاندې مسوول دي چې باید خپل مسوولیت ادا کړي.

په ورته وخت کې بریتانیا له افغانستان سره د ۶۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، د دې لپاره چې د افغانستان اقتصاد ساه واخلي دوی له بحران سره د مخ دغه هېواد لپاره ۶۸ میلیونه ډالر مرسته په پام کې نیولې ده.

د بریتانوي چارواکو په خبره، دغه مرستې به د ښځو او نجونو د حقونو د تحقق په برخه کې ولګول شي.

دا ۶۸ میلیونه ډالر د بریتانیا د هغې ۳۹۱ میلیون ډالري مرستې یوه برخه ده چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې افغانستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله