ملګرو ملتونو او امریکا په کندهار کې د تېرې ورځې برید غندلی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پر عامو وګړو د عبادت پر وخت برید کول او ددوی وژل نه بښل کېدونکی بشر ضد جنایت دی چې باید په اړه یې پلټنې وشي.

دده په خبره دغه برید په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او وایي افغانان حق لري چې په ازاده توګه عبادت وکړي او خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دوی دا برید په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې عاملین یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی دی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د اهل تشیع په «فاطمیه امام ‌بارګاه» جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۷ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان دي.

د پېښې یو‌شمېر عیني شاهدان وایي، چاودنې درې وې چې دوه یې د جومات دننه او بله یې د جومات په دروازه کې شوې ده.

د دغې پېښې مړي او ټپیان د کندهار ولایت میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې له پېښې څخه روغتون ته د وړل شویو یو‌شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او تراوسه ورته په لسګونه ټپیان راوړل شوي دي.

د ا.ا.ا دغه برید په کلکه غندلی او امنیتي ځواکونو ته یې لار ښوونه کړې، چې د دغه ډول پېښو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله