ريتيک روشن چې د ۲۰۰۰ز راهيسې په باليووډ کې په بيلابيلو څېرو راڅرګند سوی خورا بريالی دی.
د ريتيک اصلي نوم هريتيک راکېش نګارا دی،پلار يې راکېش روشن هم فلمي اداکار وو او له پخوا راهيسې د خپل ورور راجېش روشن سره د فلمونو د لارښود او جوړونکې دنده په غاړه لري،مور یې پينکي روشن ده،ورور نلري او خور يې سنينا روشن نومېږي.
ريتيک په ۱۹۷۴ز کې زېږېدلی دی ، اوس مهال ۴۷ کلن دی او ۶ ګوتې لري.
۱۸۰ سانتي متره تنه لري،وزن يې ۸۵ کېلو ګرامه دی، د وېښتيانو رنګ يې تور او د سترګو رنګ يې شين دی.
ريتيک په هندو مذهب دی اوسمهال د هند په ممبی ښار کې اوسېږي.
نوموړی د کتاب ويلو، نڅا او سياحت ډېر شوق لري.
ده د ډيزاينري سوسنا خان سره په ۲۰۰۰ز کې واده وکړ ۱۴ کلونه یې يوځای سره تېر کړه،دوه زامن یې وزېږېدله خو په ۲۰۱۴ز کې يې بېله مالوم دليله سره طلاق کړه.
-
ریتیک روشن او طلاقه سوې مېرمن یې
ریتيک د فلمونو جوړولو په برخه کې ډېر احتیاط کوي او داسي هم راځي چې په څلورو کلونو کې يو فلم جوړوي،ځکه هره سوژه يې نه خوښېږي.
نوموړي ۵ د فلمفير جايزې ګټلي او لومړنی فلم یې کهونا پیار هې دی چې د شاهرخ خان له لورې رد سوی وو،ددې فلم تر جوړېدو وروسته تر سل ډېرو نجونو د ریتيک څخه غوښتنه وکړه چې واده ورسره وکړي.
ريتيک څلور ځلې په نړيواله کچه د جذاب او ښایسته اداکار لقب ګټلی او اوس هم لومړنی مقام لري.
دده د خوښې نارینه اداکاران اميتابچن او راج کپور دي، همدارنګه په نجونو کې بيا مدهوبالا،مادهوري ديکسيت او کاجل اګروال خوښېږي.
د خوښي فلمونه يې د اجی ديوګن دلوالې او خپل کهونا پيار هې دي،د کريکټ مينوال دی او په نشو کې بيا د شرابو شوقي دی.
د ريتيک روشن سرمايه ۲۱۵ ميليونه ډالره ده.