لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي نوینالحق تېره شپه د ویسټ انډیز په کارابین لیګ کې خورا ښه توپاچونه ترسره کړه، چې څلور ویکټې یې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
نوینالحق تېره شپه د بل افغان لوبغاړي راشدخان ارمان له لوبډلې سره ولوبېد، چې د راشدخان په ګډون یې څلور لوبغاړي وسوځول.
هغه څلورو اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې.
Naveen Ul Haq is the @Dream11 MVP for match 22 for a spectacular bowling display! #CPL20 #CricketPlayedLouder #Dream11MVP #GAWvBT pic.twitter.com/iCIZbOxWx4
— CPL T20 (@CPL) September 2, 2020
تېره شپه د راشدخان لوبډلې «بارابادوس» د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د نوینالحق لوبډلې «ګیانا امازون» ته د ۹۲ منډو هدف وټاکی.
وروسته امازون لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۱۶،۴ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو بریا خپله کړه.
په کارابین لیګ کې راشدخان، نوینالحق، مجیبځدران، محمدنبي، نجیبځدران او ظاهرخان لوبیږي، چې هر یوه یې له ځانه وړتیاووي نندارې ته وړاندې کړې دي.
مجیبځدران په کارابین لیګ کې تر ټولو ډېرې ۱۳ ویکټې اخیستې دي، محمدنبي ۱۰، راشدخان ۱۰ او نوینالحق بیا ۹ ویکټې اخیستې دي، چې څلور واړه لوبغاړي په ټاپ لسو ویکټ اخیستونکو کې شتون لري.