ليکوال: خپلواک دريځ
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۱م کال تر وروستۍ مياشتې له ايف ټي پي پرته هيڅ ډول سيالۍ نه لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله يوازينی لوبډله ده چې د افغان کرېکټ بورډ پرته يې يوازې د کرېکټ نړيوالې شورا پلان سويو لوبو ته سترګې نيولي دي. د کرېکټ نړيوالې شورا د هر هېواد لپاره کلنۍ سيالۍ ټاکلي او افغانستان لپاره هم په دې لړ کې شل اوريزه، يو ورځنۍ او ټيسټ سيالۍ برابري سوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې روان کال او يا هم راتلونکي ۲۱م لپاره افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته په خصوصي توګه لوبې برابرې کړي خو د کرېکټ نړیوالې شورا په ۲۰۲۱م کال کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ۳۴ بېلابېلې لوبې ورکړي دي.
تیره ورځ په يوه ټويټ کې د کرېکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي د ای سي سي د ايف ټي پي(د لوبيزو سفرونو پلان) لوبو مهالوېش خپور کړی تر څو په دې ډول د کرېکټ لوبغاړو، مینه والو او منتقدینو خولې له ځانه واړوي، د افغانستان کرېکټ بورډ نوې رهبري د خپل کار له پيله تراوسه له نورو هيوادونو سره په لوبو برابرولو نه ده بريالۍ سوې. بلخوا د کرېکټ بورډ مشر له تيرو دريو مياشتو راهيسي لندن کې پاته دی.
AFG Vs IND (Sep 2021) 3 ODI
AFG Vs AUS (Sep-Oct 2021) (03 ODI)
Tri Series AFG Vs AUS Vs West Indies (Oct 2021)
ICC T20 World Cup India (Oct 2021)
AFG Vs ZIM (Dec 2020) 3T20, 03 ODI and only Test ..
More to come ….— Farhan_Yusefzai (@Farhan_YusEfzai) June 24, 2020
کرېکټ بورډ وايي نورو هېوادونو سره مو د لوبو نيولو هڅې کړي خو هغوي تل منفي ځواب راکړئ او خپل راتلونکی مهالوېش يې ډک بللی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د اسيا جام او شل اوريزه نړیوال جام باوجود له ايرلينډ، سريلانکا، زمبابوې، پاکستان، عرب امارات، ويسټ انډیز، اسټراليا او هندوستان سره ټيسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزه لوبې ولري.
دغه سياليو کې چې د ۲۰۲۱م کال له پيل سره پيليږي افغانستان پکې په جنورۍ او فبرورۍ کې له ايرلينډ سره ۳ يو ورځنۍ او يوه ټيسټ.
فبروری او مارچ کې زمبابوې سره ۳ شل اوريزه او ۲ ټيسټ.
جولای او اګسټ کې سريلانکا سره ۳شل اوريزه او ۳ يو ورځنۍ.
اګسټ او سپټمبر کې پاکستان او عرب اماراتو سره ۳ شل اوريزه او ۳ يو ورځنۍ.
سپټمبر کې هندوستان سره ۳ يو ورځنۍ.
سپټمبر او اکتوبر کې اسټراليا سره ۳ يو ورځنۍ.
اوکتوبر کې اسټراليا او ويسټ انډیز سره درې اړخيزه لوبلړۍ.
او ډيسمبر کې زمبابوې سره ۳ شل اوريزه، ۳ يو ورځنۍ او يوه ټيسټ لوبه لري.
افغان کرېکټ ملي لوبډله اوسمهال د کابل په لوبغالي کې د زمبابوې سره راتلونکو سياليو لپاره تمرينات ترسره کوي چې تمه ده جولای یا اګست مياشت کې وسي خو په لوی احتمال سره ويل کيږي چې ممکن دغه لوبې د کورونا وايروس له بيرې ترسره نسي.