افغانستان

مولوي یعقوب: تر ۸۵ زره کسانو پوځ کې د شامېلېدو لپاره نوملیکنه کړې

ملي دفاع وزارت وایي دوی پلان لري چې شاوخوا ۱۱۰ زره کسیزه اردو جوړه کړي. د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له ملي تلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې پر مهمو امنیتي او دفاعي مسایلو خبرې کړې دي. هغه ویلي دوی د افغانستان د خاورې له هرې لوېشتې دفاع کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هغه کې تصرف وکړي. نوموړي همدا راز ویلي چې دوی په لومړي … نور ولولئ
افغانستان

عربي هېوادونه: افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکي یو

د خلیج هېوادونو ټولنې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د خلیج هېوادونو د ټولنې له استازو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. عربي هېوادونو ټینګار کړی چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د ناورین د … نور ولولئ
افغانستان

طا لبان امریکا ته: که مو پرېکړه لغوه نه کړئ، خپلې تګلارې ته بدلون ورکوو

افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري. اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري. سرچینه وړاندې … نور ولولئ
افغانستان

مرکزي بانک: د افغانۍ د ثبات ساتلو په موخه ۱۰ میلیون ډالر لیلاموو

د افغانستان مرکزي بانک وایي، په پام کې ده چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي. یاد بانک زیاته کړې ده چې د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک څرګنده کړې ده چې په شرایطو برابر صرافان کولی شي په دې داوطلبي کې برخه واخلي. … نور ولولئ
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مو له نړیوالو سره خبرې پیل کړې

د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دوی د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه له نړیوالو سره خبرې پیل کړې دي. د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي. دده په وینا دوی خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په همدې لړ کې یې د اسلامي پراختیا بانک سره په … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن کې افغان ديپلوماتان د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

په واشنګټن کې افغان ديپلوماتان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغان سفارت کار کوونکي د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي، ځکه د دوی بانکي حسابونه تړل شوي او مالي امکاناتو ته لاسرسی نه لري. همدا راز د سفارت چارې هم ټکنۍ شوې دي او ځینو ديپلوماتانو په امریکا کې د پنا غوښتنه کړې ده خو دغه هېواد مثبت … نور ولولئ
افغانستان

سلیوان: افغانستان کې د بندي امریکایانو د خوشي کولو په لټه کې یو

امریکا وایي هڅه کوي افغانستان کې بندي امریکایي وګړي له بند خوشي کړل شي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو وګړو د خوشي کولو په لټه کې ده چې دا هڅې په افغانستان کې هم روانې دي. دده په وینا دوی غواړي هغه امریکایي وګړی هم د نوي حکومت له بنده خوشی شي چې د ډسمبر په لومړیو کې په … نور ولولئ
روانې سلامتي

د ذهن درې قانونه

ژباړه لومړی قانون؛ دا قانون وایي، هغه څه چې غواړې یې په پوره احساس او درک سره پرې باور وکړې، په حقیقت بدلېږي. وېن دایر وایي: ”که په یو څه اوږدمهاله او ژور باور ولرﺉ، ژر یا وروسته په حقیقت بدلېږي.“ د جذب قانون؛ دا قانون وایي ستاسې مغز مقناطیس دی! هر څه چې اوس یې لرﺉ او ستاسې د فکر او شخصیت لپاره دي، که مو شخصیت او فکر بدل کړﺉ، ژوند مو هم … نور ولولئ
پوهنه

د جرم په اثبات کې د يوې قرينې رول

ليکوال: ولي الله حنيفي د قرينې تعريف: قرينه يو عربي مونث لفظ دی، په پښتو کې هم په همدې نوم باندې پېژندل کېږي، په لغت علامې، نښې او يا هغه څه چې انسان ته د پوهېدلو لپاره دليل وي په معناوو باندې استعمالېږي. قرينه په اصطلاح کې د هغه سبب په اساس چې د دوو واقعو په منځ کې ارتباط رامنځته کړي، يا د هغې واقعې استنباط او راويستل دي چې ثابته نه وي له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!

وايي: «ځينې خلک داسې دي، لکه کم اصل/بې کيفيته توکي، ډېر ژر خپل خوند او رنګ بدلوي.» که دغسي بې کيفيته، کم اصل، بې ننګه، بې ايمانه، څو مخي، څو ژبي او د لستوڼو ماران له ژونده وباسو او له ذهنه یې ليرې کړو؛ باور وکړئ، ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي. روحاً او جسماً به هوسا شو. ځينې په نوم اخيستلو څه چې، په دې هم نه ارزي، چي نوم یې واورو. … نور ولولئ