افغانستان

ناڅرګندو وسله والو هلمند کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو پر ملکي کسانو ډزې کړې دي. د هلمند ځایي چارواکو ویلي چې نامعلومو وسله والو د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سمیه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو ملکي کسانو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی. چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه … نور ولولئ
پوهنه

د امام قتیبه رحمه الله پېژندګلوي او کارنامې

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، په یو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی یم. د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده شوې، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که د بریا په لټه کې یئ؛ ژوند ته مسکا وکړئ!

ژباړه: فاطمه صالحي هېڅ یو شی د يوه انسان غوره او خوشحاله ژوند دومره نه ضايع کوي لکه څومره چې يې بدبيني ضايع کوي، هېڅ يو شی انسان دومره له خلکو سره د اړيکو رامنځته کولو او د خپلو هيلو او برياليتوب په طرف نه روانوي لکه څومره چې يې پر شونډو يوه مسکا کوي. ژوند ته مسکا کونکي او خندېدونکي خلک يوازې د خپل ځان لپاره نېکبخته نه وي؛ بلکې دوی په يوه کار … نور ولولئ
سیاست

د اوکراین کړکېچ؛ بایډن کېف ته خپل سفر ځنډولی دی

د اوکراین په ختیځ کې د روسیه او بلاروس نظامي تمرینات پراخ شوي دي. له دې سره جوخت د امریکا ولسمشر جو بايډن اوکراین ته خپل سفر هم ځنډولی دی. ټاکل شوې وه چې نوموړی په نږدې ورځو کې اوکراین ته سفر وکړي، خو امریکایي رسنۍ وایي چې د اوکراین په شمال کې د کړکېچ له امله دا سفر ځنډېدلی دی. له دې ورهاخوا د برېټانیا حکومت یو ځل بیا ویلي چې روسیه پر اوکراین برید … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي

امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په بېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي. سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پراختیا ده او لا ډېر وګړي بیکاره شوي دي. سرچینه وایي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شي او د کورنیو د لګښتونو کچه هم تر ۴۴ … نور ولولئ
افغانستان

یونسیف: اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي. د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي. د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي … نور ولولئ
افغانستان

ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه … نور ولولئ
خواړه

د سره رومیانو یو بله ګټه وپېژندل شوه!

ژباړه یوه ډله څېړونکي وایي چې سره رومیان کولا شي له اوږدې مودې سګرټ څکولو وروسته سږي ورغوي. د خوړو متخصص میخایل ګېنزبورک وايي: که د سګرټ څکول پرېږدئ او غواړئ چې سږي مو ژر ورغېږي، عادي رومیان مو دغه موخې ته رسوي. دغه متخصص په سګرټ د روږدو وګړو په تړاو د چینايي روغتیاپالانو یوې څېړنې اړوند وویل چې روښانه شوه رومیان د تنفسي سیسټم په بیا رغېدو کې مرسته وکړي. او د ورځې … نور ولولئ
افغانستان

دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده. دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي. سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او … نور ولولئ