افغانستان

سور صلیب: افغانستان کې مرستو ته اړ کسانو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی

په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. د نړیوال سره صلیب کمېټې مطبوعاتي برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې لوږه، بېوزلي او کډوالي افغانان ځوروي او د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. سرچینه همدا راز وایي، چې دمګړی بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېر کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی دی. یاده اداره وایي چې په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۲۴،۴ میلیونه … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي وګړي: د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. ددغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري؛ نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي. دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او ددې جدي اړتیا ده چې له دوی سره … نور ولولئ
افغانستان

ویلیم برد: د افغانستان اقتصاد ژغورل باید زموږ لومړیتوب وي

د افغانستان د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي. په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې مخ پر ځوړ و. دده په وینا د جګړو دوام او وچکالۍ هغه ستر لاملونه وو، چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی و. نوموړی زیاتوي دمګړی باید د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دا وي، چې د افغانستان اقتصاد وژغوري … نور ولولئ
سیاست

ولادمیر زیلینسکي: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین تجزیه او بېلو کړو برخو ته یې واکمنان وټاکل او دغه راز یې خپل ځواکونه یادو سیمو ته ولېږل، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې ویلي چې دوی له هیچا او هیڅ هېواد څخه نه وېرېږي. نوموړي د پوتین اقدام غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او هغه څوک چې د دوی په چارو کې مداخله کوي … نور ولولئ
سیاست

اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اوکراین پر وړاندې د روسیې پر پرېکړه غبرګونونه ښوودلي دي. د فرانسې ولسمشر او همدا راز د المان لومړي وزیر ویلي، روسیې د سولې هڅې ناکامې کړې او نوو ناندریو ته یې لار پرانیسته. دوی ویلي چې د روسیې دا کار غندي. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ژر او پر وخت باید د روسیې د اقدام ځواب وویل … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پیل شو

ټاکل شوې چې د هند د مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه نن افغانستان ته حرکت وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پيل شي. ټاکل شوې چې نن سه شنبه ددې غنمو لومړنۍ محموله له واګه بندر تېره شي او د افغانستان پر لور حرکت وکړي. هند شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان … نور ولولئ
سیاست

پوتین اوکراین تجزیه کړ؛ دوو نوو برخو ته یې ولسمشران معرفي کړل

پوتین د اوکراین دوې برخې د مستقلو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل. دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی. دې مسئلې د امریکا او اروپا … نور ولولئ
افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه ادارې په یوه رسمي خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن د ادارې دا پرېکړه غیر منطقي او غیر عادلانه ده. د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه یو بشر ضد جنایت و، خو په دې جنایت کې هېڅ افغان لاس نه درلود. سرچینه وایي د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شي، خو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

ملګرو ملتونو په رسمي توګه د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غني نوم هم لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل لېست لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: ژر به افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند شي

د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزارت وایي چې ډېر ژر به افغانستان یوه قوي او منظمه اردو ولري. د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اردو د جوړلو پنځه اتیا سلنه کارونه پر مخ تللي دي او ډېر ژر به افغانان د خپلې منظمې او مجهزې اردو ننداره وکړي. نوموړي که څه هم د اردو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د یاد وزارت سرپرست ملا … نور ولولئ