افغانستان
تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي
تېر ميلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او ایم په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال شاوخوا یو میلیون او یو سل او پنځوس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سرچینه وایي په دې کې ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. … نور ولولئ