سیاست

روسیه: پر اوکراین د برید پلان نه لرو امریکا ذهنیتونه خرابوي

په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ناندرۍ خپل اوج ته رسېدلې دي او ورسره د غرب له لوري پر روسیې د تورونو لړۍ هم زور اخیستی دی. ریانوویستي اژانس راپور ورکړی دی چې بایډن د اوکراین په اړه له حقیقته لرې او په ښکاره پاروونکې څرګندونې کوي. راپور کې راغلي، چې بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې روسیې خپل ځواکونه د اوکراین له پولو نه دي پر … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له اماراتو د افغان کډوالو د لېږد بهیر دوه اوونیو کې پیلوو

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې امریکا به په دوو اوونیو کې دننه له اماراتو څخه د افغان کډوالو د لېږد بهیر پيل کړي. په ورته وخت کې راپور کې په ابوظبۍ کې د معترضو افغان کډوالو له خولې ویلي چې دوی خپل اعتراضونه وروسته تر هغه پای ته ورسول چې امریکا ورسره ژمنه وکړه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې دننه به امریکا ته د دوی د … نور ولولئ
افغانستان

افغان پیلوټان: د حکومت له بلنې مننه کوو

یو شمېر افغان پيلوټانو د ملي دفاع د سرپرست وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی. د ملي دفاع سرپرست وزیر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، دوی ټولو پخوانیو نظامي کادرونو ته په نوي حکومت کې د خدمت زمینه برابروي او ټولو هغو محصلینو ته یې د راتګ بلنه ورکړه چې به بهر کې په نظامي زده کړو بوخت دي. په ورته وخت کې ځینو افغان پیلوټانو بیا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د محکمې تر پرېکړې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده

امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي. د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي. جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: یرغلګر دې د افغانستان خپلواکي ته درناوی وکړي

د افغانستان ا.ا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې لا هم په افغانانو کې د خپلواکۍ ساتلو حس په پوره قوت موجود دی او هغه څوک چې د دوی پر حریم یرغل کوي له سختې ماتې سره به مخ شي. په اعلامیه کې د سلواغې میاشتې د ۲۶مې په مناسبت چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له ماتې او وتلو سره برابره ده راغلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: د امریکا اقدام ښيي، چې دوی افغانستان کې ثبات نه غواړي

روسیې هم د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د بایډن وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده. د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکي مرګ ژوبله یې واړوله او اوس ددې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات … نور ولولئ
افغانستان

لاریون کوونکي امریکا ته: شتمني مو ازاده او د شل کلنې جګړې غرامت راکړئ

په کابل کې سلګونه لاریون کوونکو د بایډن وروستۍ پرېکړه وغندله. په کابل ښار کې سلګونه لاریون کوونکو نن له ځان سره د امریکا ضد شعارونه لېږدول او له امریکایې د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه کړې ده. دوی وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې ده او زرګونه ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې باید غرامت یې ورکړي. لاریون کوونکو دغه راز د بایډن دا پرېکړه چې د افغانانو … نور ولولئ
افغانستان

مولوي یعقوب: تر ۸۵ زره کسانو پوځ کې د شامېلېدو لپاره نوملیکنه کړې

ملي دفاع وزارت وایي دوی پلان لري چې شاوخوا ۱۱۰ زره کسیزه اردو جوړه کړي. د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له ملي تلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې پر مهمو امنیتي او دفاعي مسایلو خبرې کړې دي. هغه ویلي دوی د افغانستان د خاورې له هرې لوېشتې دفاع کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هغه کې تصرف وکړي. نوموړي همدا راز ویلي چې دوی په لومړي … نور ولولئ
افغانستان

عربي هېوادونه: افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکي یو

د خلیج هېوادونو ټولنې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د خلیج هېوادونو د ټولنې له استازو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. عربي هېوادونو ټینګار کړی چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د ناورین د … نور ولولئ
افغانستان

طا لبان امریکا ته: که مو پرېکړه لغوه نه کړئ، خپلې تګلارې ته بدلون ورکوو

افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري. اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري. سرچینه وړاندې … نور ولولئ