سیاست

ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي. ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه. هغه زیاته کړې ده چې د … نور ولولئ
سیاست

د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ په پراختیا دی

روسیې د اوکراین په ختيځ کې په دوو نوو بېلو شوو برخو کې خپل سرتېري ډېر کړي او تر څنګ یې ددې سیمو پر اسمان هم د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې روسیه په بشپړه توګه پر اوکراین برید ته تیاره ده او په راتلونکو ساعتونو کې ددې برید امکان شته دی. هغه وایي امریکا په خالي لاس دې … نور ولولئ
افغانستان

مرستندویه بنسټونه: د افغانستان روغتیايي سیستم ژغورلو ته اړتیا لري

مرستندویه بنسټونه د افغانستان له روغتیایي سیستم سره د مرستو غوښتنه کوي. نړیوال سره صلیب او افغاني سرې میاشتې په ګډه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له ماتېدونکي روغتیایي سیستم سره بېړنۍ مرسته وکړي. دوی وايي دمګړی په افغانستان کې د سرخکان او کرونا ناروغۍ د چټکې پراختیا په حال کې دي خو په دغه هېواد کې لسګونه روغتونونه د امکاناتو نه لرلو له امله فلج دي. سرچینه وړاندې لیکي، چې په ټول … نور ولولئ
افغانستان

د تاشکند غونډه؛ اروپا او مرکزي اسیا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده

د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا د تاشکند په کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا استازو په کنفرانس کې په افغانستان کې پر امنیت، ثبات، د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو، اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو پر وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. له دې غونډې په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سره مو دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې … نور ولولئ
افغانستان

سوداګرۍ وزارت: ښځې د اسلامي او ملي ارزښتونو مطابق سوداګري کولی شي

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د خلکو ستونزو ته رسېدګي وشي. د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري یوې خبري غونډې ته ویلي چې له نوې اقتصادي تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرني او کورني سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولري، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شي. هغه زیاته کړې ده چې ښځینه سوداګرې هم … نور ولولئ
افغانستان

د اوکراین کړکېچ؛ غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړل

امریکا او ځینو نورو غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړي دي. المان له روسیې سره د ګاز د لېږد د سترې پروژې چارې ځنډولې دي، امریکا ددغه هېواد پر نظامي او ځينې ملکي بانکونو نوي بندیزونه وضع کړل، فرانسې هم د ځینو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او کاناډا هم له روسي اشخاصو او بانکونو سره راکړه ورکړه بنده کړه. دغه راز غربي هېوادونو پر پوتین تور پورې کړی چې یو ځل بیا غواړي … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: افغانستان کې مرستو ته اړ کسانو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی

په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. د نړیوال سره صلیب کمېټې مطبوعاتي برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې لوږه، بېوزلي او کډوالي افغانان ځوروي او د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. سرچینه همدا راز وایي، چې دمګړی بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېر کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی دی. یاده اداره وایي چې په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۲۴،۴ میلیونه … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي وګړي: د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. ددغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري؛ نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي. دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او ددې جدي اړتیا ده چې له دوی سره … نور ولولئ
افغانستان

ویلیم برد: د افغانستان اقتصاد ژغورل باید زموږ لومړیتوب وي

د افغانستان د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي. په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې مخ پر ځوړ و. دده په وینا د جګړو دوام او وچکالۍ هغه ستر لاملونه وو، چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی و. نوموړی زیاتوي دمګړی باید د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دا وي، چې د افغانستان اقتصاد وژغوري … نور ولولئ