افغانستان

ا.ا: بشردوستانه مرستې دې زموږ په همکارۍ ووېشل شي

افغان حکومت د بشردوستانه مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي. دده په وینا تر څنګ یې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی. هغه زیاته کړې چې نړیوالې مرستندویه موسسې په تېره ملګري ملتونه باید د مرستو د تنظیم لپاره د افغان … نور ولولئ
سیاست

قزاقستان کې سلګونه نور لاریون کوونکي هم نیول شوي دي

په قزاقستان کې سلګونه کسان نور هم په نارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د راپورونو له مخې تازه په تازه شاوخوا ۱۶۰۰ کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په دې توګه د ټولو نیول شوو کسانو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي. حکومت همدا راز په دې لاریونونو کې د جنایتونو د څېړلو لپاره شاوخوا ۴۰۰ قضیې پرانیستې دي. قزاقي چارواکو ویلي دا له روسیې د ازادۍ تر … نور ولولئ
افغانستان

ازبیکستان افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې ازبیکستان د افغانستان برېښنا شرکت له همغږۍ پرته خپله ۶۰ سلنه صادراتي برېښنا کمه کړې ده. یاد شرکت د ازبیکستاني چارواکو له قوله د برېښنا کموالي لامل په ازبیکستان کې تخنیکي ستونزه یاده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا ستونزه به په ۲ یا ۳ ورځو کې اواره شي. د یادونې ده چې په دې وروستیو شپو ورځو کې په ځینې ولایتونو ځانګړې توګه پلازمېنه کابل … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپار نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان دمګړی په سخت وضعیت کې دی او دې ناوړه اقتصادي وضعیت د ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی. سرچینه وړاندې لیکي، چې همدا اوس شاوخوا ۱۳،۱ افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د … نور ولولئ
پوهنه

لنډ حکايت

يو بډايه کس د خپلې کوټې له کړکيو بهر وکتل او وې ليدل، چې يو بې وزله کس د کثفاتو سطل په لاس کې دى او د څه شي پلټنه کوي. نوموړي وويل: له خدايه ډېر شکر زه بې وزله نه يم. خو بې وزله کس بيا خپلې شاوخوا ته وکتل او يو ليونى یې وليد او ویې ويل: خدايه شکر چې ليونى نه يم. ليوني بيا په دښته کې يو امبولانس وليد چې ناروغان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خداى دوست کېدل ستونزمن نه دي!

ژباړه يو سپين ږيري سړي هره ورځ د خپل کور په کوڅه کې يو ماشوم ليده چې پښې به يې لوڅې وې او لوبې به يې کولې. يوه ورځ بوډا سړي نوې څپلکې واخيستې او ماشوم ته يې ورکړې. کوچني ماشوم څپلۍ واخيستې، او په خوشالۍ يې له سپين ږيرې پوښتنه وکړه. ته خداى يې؟ سپين ږيري په قهرجن انداز وويل: نه ماشوم بيا وویل: خير حتما به د الله دوست يې، ځکه ما یوازې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موږ بايد حد او اندازه وپېژنو

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو. په دوستۍ او دښمنۍ کي هم حد ولرو. حتا که  مينه هم تر حد واوړي؛ نور نو لېونتوب دی. ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده. موږ بايد حد او اندازه وپېژنو. هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو. هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران … نور ولولئ
افغانستان

امریکا وایي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېروو

امریکا له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي. په دې ټلیفوني مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، بشري مرستو، روغتیا او زده کړو خبرې شوې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دې … نور ولولئ
افغانستان

قزاقستان: نارامیو کې له افغانستان هم ځينو ډلو لاس درلود

قزاقستان ادعا کړې چې ددغه هېواد په وروستیو نارامیو کې له افغانستان هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود. د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي. قاسم توقایف وایي چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو … نور ولولئ
افغانستان

امیر خان متقي او احمد مسعود په تهران کې سره کتلي دي

جهادي مشر اسماعیل خان او احمد مسعود د مقاومت د جبهې رهبر،  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست  وزیر امیر خان متقي، سره په تهران کې کتلي دي. امیر خان متقي هم دا لیدنه تایید کړې ده. ښاغلي متقي خبریالانو ته وویل: ”د قوماندان اسماعیل خان او هم احمد مسعود سره مو په ایران کې ولیدل. د نورو افغانانو سره مو هم لیدنه درلوده او له هغوی مو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي، … نور ولولئ