افغانستان

پکتیا کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکې پرانیسته وشوه. دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له خوا جوړه شوې چې د پرانیستې مراسمو ته یې ولسمشر اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا مرکز ګردېز څخه د … نور ولولئ
افغانستان

له افغانستان د چین لس تنه جاسوسان وایستل شول

امریکايي رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت له خپلې خاورې ۱۰ چینايي جاسوسان ایستلي دي. د انټیل نیوز د راپور له مخې، د افغانستان حکومت دا لس تنه تېره میاشت نیولي وو او په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې هغوی له طالبانو سره اړیکې لري. د دغو کسانو له نیول کېدو سره هم مهاله امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ته څرګنده شوې چې چین په افغانستان کې پر امریکایانو د حملو لپاره وسله والو طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

ارګ یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ  دوحې ته د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي له سفر سره سم یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحې ته روان شوی دی او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي. هغه زیاته کړې یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې وروستی نوملړ او د خلکو نیوکې

افغان کرکټ بورډ د جنوري په درېیمه د ایرلېنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. یاده لوبډله کې اصغرافغان، رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، رحمان الله ګربز، سعید احمد شېرزاد، نجیب الله ځدران، جاوېد احمدي، راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او شرف الدین اشرف شامل دي. په دې لوبډله د افغان لوبډلې مینوالو او ډېری نورو کرکټ … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره تر قطر مخکې کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی دی. تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغه له اسلام اباد قطر ته تللی دی. ښاغلي خلیلزاد قطر ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وړ وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه. … نور ولولئ
سپورټ

اسدالله خان؛ لومړنی افغان چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي اسدالله خان د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې د ډیکن ګلډیټرز لوبډلې سره د روزونکي په موخه تړون لاسلیک کړ، چې په دې سره لومړنی افغان شو، چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې. د راپورونو له مخې اسدالله خان د افغان کرکټ ملې لوبډلې د  لوبغاړي ترڅنګ، د ملې او ۱۹ کلنو لوبډلو د روزونکي، د ملې لوبډلې ویډيو … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی نن قطر ته ځي

ټاکل شوې چې د سولې مرکچي پلاوی د سولې د خبرو دویېم پړاو پیلېدو په خاطر نن سه شنبه دوحې ته سفر وکړي. د یاد پلاوي غړې فوزیه کوفي د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې دوی به سه شنبه دوحې ته سفر وکړي. نوموړې د سولې په پروسه کې بیا ځلي د مېرمنو او بشرحقونو پرخوندیتوب ټینګار وکړ. کوفي وایي سوله یوازې د جګړې درېدو او د وسلې لېرې کېدو په معنا … نور ولولئ
سپورټ

کین ویلمسن په ټیسټ سیالیو کې ۷ زره منډې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبډلمشر کین ویلمسن د پاکستان په وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې ۲۳۸ منډې وکړې، چې په دې سره یې ټيسټ سیالیو کې خپلې منډې ۷۱۱۵ ته پورته کړې. ویلمسن یادې منډې په ۸۳ ټيسټ لوبو کې کړې دي. هغه په یادو لوبو کې ۲۴ سلیزې او ۳۲ بیا پنځوسیزې وهلې دي. تر ټولو ډېرې منډې يې په یوه ټیسټ لوبه کې د ۲۵۱ منډو … نور ولولئ
سپورټ

د کال زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي؛ راشد دویم او مجیب اووم دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي ایسفاین کریک‌انفو په شل اوریزه سیالیو کې د تېر ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي معرفي کړي، چې افغان لوبغاړی راشدخان په یاد لیست کې د ۵۶ ویکټو په اخیستلو سره دویم ځای او مجیب ځدران بیا د ۳۷ ویکټو په اخیستلو سره اووم ځای لري. https://www.facebook.com/18429207554/posts/10157828908562555/ په شل اوریزه سیالیو کې د ۲۰۲۰م کال زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي ۱ـ حارث رووف د پاکستان ملې لوبډلې، ۳۷ لوبو کې ۵۷ … نور ولولئ
اقتصاد

د خُرما زړي؛ له خُرما پرته زړي یې هم ګټې لري!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د خرما زړي؛ له خرما پرته، زړي یې هم ډېرې ګټې لري! د خرما د ګټو په اړه ښايي ټول وپوهېږو، یا یې په اړه پلټنه وکړو؛ خو تر اوسه مو د خُرما د زړي د ګټو په اړه شاید لږ اورېدلي وي. نن مو دا لیکنه د خُرما د زړي په اړه لیکلې ده چې ډېرې ښې او حیرانووکې ګټې لري. ۱-د اوښکو درول: د خُرما د زړي یوه … نور ولولئ