افغانستان

غني:له انتخاباتو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړم

ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي. ولسمشر غني په خپله مرکه کې ویلي، چې زما د واکمنۍ له پیل تر دې دمه څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تیر … نور ولولئ
سپورټ

هغه افغان چې په واوره او اوبو کې تمرین کوي + انځوونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي پر ټولنیزو رسنیو د رقیب فاروقي په نوم د یوه سخت مبارزه کوونکي ورزشکار داسي انځورونه ډېر خپاره شوي، چې په دې سخته سړه هوا کې په اوبو او واوره کي تمرین کوي. هغه یوازي دا نه چې دې سړه هوا کې تمرین کوي، بلکي سړو اوبو کې لامبي هم. دې کار د ډېرو افغانانو پام ځان ته راړولی او رقیب فاروقي یې ستایلی. د راپورونو له مخي رقیب فاروقي د غور … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ ته ګواښ؛ تر مودې مخکې یې باید له واک لرې شي

د امریکا پر کانګریس تر برید وروسته، د متحده ایالاتو د ولسمشر دنده په خطر کې ده او د ټرمپ د لرې کولو غوښتنه یې لا زیاته کړې. د ټرمپ د ولسمشرۍ تر پای ته رسیدو لا هم ۱۶ ورځې پاتې دي، خو د کانګریس له سلو څخه زیاتو غړو، د جرګې رییسې “نانسي پلوسي”، په شمول، د ټرمپ د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړي. ویاندې “نانسي پلوسي” د ۲۵مې مادې یا موافقت له لارې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جذاب نارینه؛ څه ډول نارینه مېرمنو ته جذاب ښکاري؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ډېرې داسې نجونې شته چې تر واده یو څه وخت وروسته دا اندېښنه ورسره مل شي چې ګڼې خاوند یې ورته مناسب نه و او دا پرې تېروتې ده. هره نجلۍ غواړي چې خاوند یې سم/ غوره شخصیت ولري. جالبه دا ده چې د ښځو جذابیت له پېغلتوبه تر زړښته ادامه لري؛ خو د نارینه‌وو بیا جذابیت په پخه ځوانۍ کې پیلېږي. په دې لیکنه کې مو د مېرمنو په … نور ولولئ
سیاست

د عراق محکمې د ټرمپ د نیولو امر کړی

یوې عراقي محکمې د ولسمشر “ټرمپ” د نیولو امر صادر کړی دی. د راپورونو پر اساس؛ محکمې د ایراني قوماندان جنرال “قاسم سلیماني” د وژنې په اړه د ټرمپ د نیولو امر صادر کړ. جنرال “قاسم سلیماني” په جنوري کې د بغداد په هوایې ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو. تر دې دمخه ایران د جنرال قاسم سلیماني د وژنې پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ د … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا بېګ باش لیګ؛ ولسمشر نبي ښه وځلېد!

د بېګ باش لیګ په دوام ۳۳ مه لوبه د جمعې په ورځ د راشدخان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز او محمد نبي دې اړند لوبډلې مېلبورن رېنېګېډز ترمنځ ترسره شوه. په دې لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز لومړی توپوهنه وکړه. اډیلاید سټرایکرز کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ وېکټو په لوېدو سره د فېلپ سالټ د ۵۹ منډو او د لوبډلمشر الیکس کېري د ۴۲ منډو پرمټ ۱۷۷ منډ وکړې. محمدنبي عیسی خېل په … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه باید د دوحې خبرو کې پرېکړې وشي

طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړه وشي. د طالب پلاوي یو شمېر غړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، … نور ولولئ
افغانستان

بین الافغاني مذاکرات؛ ګڼو هېوادونو د سولې د دویم پړاو خبرو پیلېدو هرکلی کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو پیلېدو هرکلی کړی او د سولې له بهیر سره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د … نور ولولئ
افغانستان

یو شمېر لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي

د پښتو ژبې یو شمېر لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي. مشهور لیکوال علم ګل سحر په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي: “په دې ورځو کې په فیسبوک کې (د کونډې زوی) سریال ځینې برخې خپریږي۔ خلک یې ډیر ارمان کوي وایي کاشکې د بل فصل نورې برخې یې هم جوړې شوې وای” نوموړي زیاته کړې، “عرض دادی چې (د کونډې زوی) سریال د بل فصل ټولې … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان ښځینه لوبډله د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د راپورونو له مخې د پاکستان او انګلستان کرکټ بورډونه دې هوکړې ته سره ورسېدل، چې انګلستانۍ ښځينه کرکټ لوبدله به په روان ۲۰۲۱م کال کې د پنځو سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي. دا به د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډله د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې سره د سیالیو په موخه پاکستان ته سفر کوي. ایسفاین کریک‌انفو خبر ورکړی، چې انګلستانۍ او پاکستانۍ … نور ولولئ