افغانستان

ضیأ ودان ماین چاودنه کې ووژل شو

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند او د مطبوعاتو امر ضیأ ودان نن سهار کارته نو سیمه کې طلایي ښارګوټي ته څېرمه د مقناطیسي ماین چاودنه کې له یوه ساتونکي او موټر چلوونکي سره ووژل شو. ضیأ ودان ته نږدې سرچینې رسنیو ته وویل، نوموړي نن سهار خپل دفتر ته پر لاره و چې په کارته نو سیمه کې یې پر موټر چاودنه وشوه او د نوموړي په ګډون درې نور کسان چې یو یې … نور ولولئ
افغانستان

د نورستان د امنیه قواندانۍ په ودانۍ کې اورلګېدلی

نورستان کې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ کې د اورلګېدو له امله د قومندانۍ ته ډېر زیان اوښتی دی. د نورستان امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، تیره ورځ وروسته له غرمې ددې قوماندانۍ په ودانۍ کې د برق شارتي له امله اورلګیدنه وشوه چې له امله يې د تدارکاتو آمریت او د ښاري حوزو آمریت له ټولو وسایلو او تجهیزاتو سره له منځه تللي دي. نوموړي زیاته کړه، چې ددې اورلګیدنې له امله چا … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا لپاره په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړي؛ سټیو سمیت نهم شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ نړیوالې شورا د هغو لسو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د خپل هیواد اسټرالیا لپاره یې په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړې کړې دي. په دې نوملړ کې ریکي پوانټینګ لومړی، آلن بارډر دویم، سټیو واګ درېیم، میچل کلارک څلورم، متیو هایډن پنځم، مارک واګ شپږم، جسټین لینګر اووم، مارک ټایلر اتم، سټیو سمیت نهم او ډیویډ بون بیا لسم ځای لري. اسټرالیا ته په ټسټ لوبو کې زیاتې … نور ولولئ
نړۍ

د اندونیزیا نادرکه شوې الوتکه سمندر ته لوېدلې ده

یوه ملکي الوتکه چې ۶۲ کسان پکې ناست وه، د اندونیزیا له پلازمېنې جاکارتا نه له الوت لږ وروسته بې درکه شوه او اوس څرګنده شوه چې سمندر ته لوېدلې ده اندونیزیایي چارواکي وایي تېره ورځ نادرکه شوې الوتکه سمندر ته لوېدلې ده. د اندونیزیا یوه الوتکه پرون له پلازمینې جاکارتا والوته خو څو دقیقې وروسته یې له هوايي ډګر سره اړیکه پرې شوه. ماښام مهال امنیتي ځواکونه په دې بریالي شول چې د الوتکې … نور ولولئ
سپورټ

ملې لوبغاړو د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته چمتوالی پیل کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته د ښه چمتوالي په موخه تمریناتي کمپ پیل کړ. دا تمریناتي کمپ په متحده عربي اماراتو کې پیل شو، چې په مهال به یې افغان کرکټ ملې لوبډله له هره اړخه تمرینونه ترسره کړي او خپل چمتوالی به وښيي. افغان کرکټ بورډ وایي، چې ملې لوبډله به د ایرلنډ په وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې … نور ولولئ
افغانستان

برښنا شرکت: وارداتي برښنا کمه شوې هېوادوال دې لګښتونو کې سپما وکړي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې ازبکستان، افغانستان ته د خپلې برېښنا کچه له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده. دغه ادارې دغه راز ویلي تاجیکستان له ۹۰ میګاواټو څخه ۶۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده. د برېښنا شرکت له لوري نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال کابل ښار ته ۶۵ مېګاواټه وارداتي برېښنا او ۱۰۵ مېګاواټه د کورنیو سرچېنو تولیدي برېښنا ورکول کیږي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، … نور ولولئ
پوهنه

 له ښوونځي سره اړيکې؛ د زده کوونکي کورنۍ باید دغو ټکو ته پام وکړي!

له ښوونځي سره اړيکې يو له هغو اړيکو دي چې میندې، پلرونه، ښوونکي، او ټولنه باید پوره پام ورته وکړي، ځکه زموږ هېواد کې دا اړیکه ډېره ښه نده او آن ويلای شو چې ددې اړيکې په شتون باندې ډېری وګړي پوهيږي هم نه، موږ وینو چې نن سبا له ښوونځي سره هره کورنۍ اړيکه لري او که اړینه ونه ګڼل شي ښایي په راتلونکي کې بېلابېلې ننګونې رامینځته کړي. نن مو پر همدې اړوند … نور ولولئ
رسنۍ

د عرفان پټان د ژوند بل پړاو: د فلم ټيژر يې خپور سو

خبریال: مدثر دعوت د کوبرا په نامه د عرفان پټان د فلم ټيژر خپور سو. عرفان پټان چې د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پياوړی تقاعد سوی کريکټر دی تازه یې فلمونو ته مخه کړې چې د ډېريو د ښه راغلاست سره مخ سويدی. د کوبرا په نامه فلم چې د تاميل په سېنما کې د اجی ګننامتو له لورې جوړېږې، مرکزي لوبغاړي يې عرفان پټان،مشهور اکټر چينان ويکرام او ښځينه رول يې سريندي شيټي اجرا … نور ولولئ
رسنۍ

محمد نبي نن د ملي لوبډلې سره يوځای کېږي

خبريال: مدثر دعوت افغان الراونډر محمد نبي پر خپل فيسبوک اکاونټ ليکلې چې د ملي دندي لپاره یې د عربي اماراتو په لور حرکت وکړ. نبي تېره ورځ په بيګباش ليګ کې د خپلي لوبډلې په ګټه په ۴۰ توپونو ۷۱ منډې وکړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله،چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان سو. خو نن يې پر خپلي فیسبوک پاڼې د پاسپورټ او خپل عکس په خپرولو سره ليکلې چې د ملي … نور ولولئ
سیاست

ټویټر د ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړ

وروسته تر هغه چې د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ پلویانو پر کانګریس برید وکړ ټویټر د ډونالډ ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړ، ټرمپ ټویټر ته په میلیاردونو ډالره ګټه راوړله. د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګریس برید وکړ او ګڼې ګډوډۍ یې را منځته کړي، چې تر ډېره د حکومت پر ضد وارزول شو او په دې لړ کې پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وشوي. له هغه … نور ولولئ