افغانستان

کابینې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړه

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ تېره ورځ د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده. تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه. وکیلانو همدا راز به نوې بودیجه کې د ښوونکو او … نور ولولئ
خواړه

خبرداری؛ پروسس شوي خواړه د مړینې خطر لوړوي

ژباړه: عایشه حیدري څېړونکي پر دې باور دي چې کېدای شي د پروسس شوي خوړو تر کچې ډېر خوراک د زړه د عروقي ناروغۍ لامل شي. ډېرو څېړنو، د روغتیا ساتنې لپاره په خوراکونو کې د مېوې او سبو پر خوړلو ټینګار کړی دی، خو د امریکا د کلینیکي تغذیې خوړو مجلې په وروستیو څېړنو کې څرګنده شوې ده چې بايد د پروسس شوي خوړو له خوراک څخه ډډه وشي. څېړونکو تر ۲۲۰۰۰زیات کسان د … نور ولولئ
سپورټ

جاوید افریدی، مجیب ته: ځوان افغان لوبغاړی، پېښور زلمي ته پخیر راشې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل. د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول. محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه. د اسټرالیا بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې په دوشنبه د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د راشد لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې راشدخان … نور ولولئ
سپورټ

راشد: ډېر خوښ یم چې د پاکستان په سوپرلیګ کې واخیستل شوم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي خوښي ښودلې، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځای شوی. هغه پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې لوبېدل به ورته لویه تجربه وي. هغه لیکلي: ‹‹زه ډېر خوښ یم چې سږ کال د پاکستان په سوپر لیګ کې برخه اخلم او د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږم. زما لپاره به … نور ولولئ
خواړه

د وزن د کمولو لپاره هرومرو دا څلور مېوې وخورئ!

ژباړه: عایشه حیدري که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو دغه مېوې د خپلو خوړو په رژیم کې ور زیاتې کړئ. د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، له کاربوهايډرېټ څخه ګټه اخیستنه د وزن کموالي لپاره ګټه نه لري او د دې سربېره چې ګټه نه لري، زیانونه هم لري. خو کله چې مېوې په اړه خبرې کېږي نو کیسه بیا بل ډول ده. مېوې د فیبر، ويټامينونو او د اړتیا وړ خوړو او … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د خپلو سترګو د روغتیا لپاره دا لارښوونې په پام کې ونیسئ

ژباړه: عایشه حیدري په منظم ډول د سترګو معاینه کول ان په ماشومتوب کې هم خورا ارزښت لري، ځکه پر وخت معاینه د سترګو د لید د پياوړتیا لامل کېږي او د سترګو له کمزورتیا څخه مخنیوی کوي. په منظم ډول د سترګو په معاینه کولو سره کولای شئ چې د سترګو ستونزې لکه ګلوکوم یا تورې اوبه چې د ناروغي هېڅ نښې نه لري، په خپل وخت سره تشخیص کړئ ځکه چې پر وخت … نور ولولئ
سپورټ

د انوشکا شرما او ویرات کوهلي لور وزیږیده

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې انوشکا شرما نړۍ ته لور راوړه. نن غرمه مهال د انوشکا شرما لومړنى ماشوم زیږیدلی دى، چې نجلۍ ده. انوشکا شرما چې د هندوستان د مشهور کرکټ لوبغاړي او کپتان ويراټ کوهلي سره يې واده کړى دى، څو مياشتې وړاندې يې اعلان کړى و، چې د دوى لومړنى ماشوم به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې دې دنيا ته راشي. ويراټ کوهلي نن په ټويټر کې يو پېغام خپور … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې ۲۲ طالبان له دولت سره یوځای او ۷ داعشیان تسلیم شول

د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې ۲۲ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او ۸ تنه د داعش ډلې غړي بیا تسلیم شوي دي. د ننګرهار له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ولایت کې د ملي امنيت رياست په هڅو د يو سرګروپ په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای او اته داعش وسله وال د خپلو ديرش ميله سپکو … نور ولولئ
سپورټ

هندوستانی بالر وايي، استرالیا کې راته کنځلي شوي

د اسټرالیا په سېډني کرکټ لوبغالي کې د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د درېیمې ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ محمد سراج لوبڅار ته شکایت کړی، چې له پاویلین څخه ورته ننداره کوونکو کنځلې کړي دي. له دې وروسته ساتونکو شپږ ننداره کوونکي له لوبغالي ویستلي دي. د هندوستان کرکټ لوبډلې هم په دې اړه خفګان ښکاره کړی دی. محمد سراج په دې لوبه کې د اسټرالیا دوه وېکټې اخیستي دي او هندوستان ته ۳۰۸ منډې … نور ولولئ