رسنۍ

امریکا: افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت ملاتړي نه یو

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي. راس ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام … نور ولولئ
افغانستان

د بریتانیا پارلمان: د ځواکونو وتل دې د بین الافغاني مذاکراتو تر پایلې وځندول شي

د برېتانیا پارلمان وایي ناټو او برېتانیا دې تر هغه خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي، چې په قطر کې د مذاکراتو پایلې معلومې شوې نه وي. د برېتانیا د پارلمان پر وېبپاڼه په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دوی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره ارزولې ده او د افغانستان اوسنی وضعیت یې له نږې څارلی دی. ویبپاڼه زیاتوي، دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو دا چې په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

اتمر، ویلسن ته؛ افغان حکومت سولې ته ژمن دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي. دا خبرې پرون د ویډیو کنفرانس له لارې شوي دي. ددې خبرو پرمهال ښاغلي حنیف اتمر ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او د دایمي ثبات سبب شي. په خبرپاڼه کې … نور ولولئ
سیاست

پامپیو ایران د القاعده غړو ته په پنا ورکولو تورن کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وایي، ایران د القاعده شبکې مشرانو ته پټنځایونه ورکړي او له دغې شبکې سره اړیکې لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماک پمپیو چې یوازې یوه اونۍ یې د وزیر په توګه پاتې ده د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه د لومړي ځل لپاره په علني توګه وايي چې ابو محمد المصري د القاعدې شبکې دویم نفر تیر کال د آګسټ په ۷ … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د بیګ باش لیګ هره لوبه راته چیلنج او زده کړه وه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه. د اسټرالیا بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د راشد لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې راشدخان هم توپ … نور ولولئ
نړۍ

د زر معشوقو لرونکی په زر کاله بند محکوم شو

په ترکیه کې یو دعوتګر عدنان اوکتار چې تر ۱۰۰۰ دېرې معشوقې یې لرلې، د جنسي جرمونو اړوند قضیو کې د ښکېلتیا په تور په ۱۰۷۵ کاله بند محکوم شو. اوکتار ۶۴ کاله عمر درلود او په ترکیه کې یې په یوه تلویزیون کې دیني خپرونه پر مخ وړله چې ګڼې پېغلې به پرې را ټولې وې، او ده ته به نڅېدې. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، پر اوکتار د جنسي تېري، له … نور ولولئ
پوهنتونونه

که بریالی ګډ ژوند غواړئ، نو دا خبري هېري کړئ!

ژباړه: عایشه حیدري په ورځني ژوند کې کله چې له خپلې مېرمنې/خاوند سره غږېږئ ستاسو خبرې اترې او هغه کلمې او جملې چې د هغې/هغه پر وړاندې استعمالوئ ډېره مهمې دي او که یې په ناسمه بڼه وکاروئ، کېدای شي ستاسو د مینه ناکې اړیکې د خرابېدو او ان د بیلتون او طلاق لامل شي. کومې خبرې چې تاسو د خپل ژوند ملګري/ملګرې ته کوئ، کېدای د هغوی د زړه د نرمښت لامل شي او … نور ولولئ
افغانستان

هیواد کې په لومړي ځل یوې مېرمنې ګلان پلورنځی جوړ کړی

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره، یوې مېرمنې په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو پلورنځی جوړ کړی. دغه مېرمن، چې بنفشه نومیږي، د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې یې د (ګلسرا) په نوم د ګلانو پلورنځی جوړ کړی، چې شاوخوا ۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی. دغه ګل پلورونکې میرمن وايي: “ د ټول کور او ماشومانو د ساتنې او پالنې مسؤولیت یې په سر دی، په کور … نور ولولئ
افغانستان

خوستوالو د ضیاء ودان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی

خوست کې یو شمېر ځوانانو د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیاء ودان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د ودان د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي. د خوست ولایت یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولایت اداري کمپلکس دروازه چې د ولایت مقام په ګډون ډېرې دولتي ادارې او ریاستونه په کې شتون لري د اعتراض په ډول تړلې ده. دغه لاریون وال د مرکزي حکومت پر ضد … نور ولولئ
افغانستان

بلخ کې د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید شوی

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید کړی، دوه ښځینه سرتېرې یې وژلې او د موټر چلوونکي په ګډون یې دوه نورې ټپيانې کړې دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې نامعلومو وسله‌والو د مزار شریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملي اردو د ښځینه سرتېرو … نور ولولئ