افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو ناکامېدو کې دواړه اړخونه پړه دي

د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. دده په وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې سخته لوږه او فقر بې مخینې دي

په افغانستان کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورتي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د وضعیت وړاندوینه سخته ده. د نوموړې په خبره همدا اوس هر څه مخ پر ځوړ دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نقدو پیسو ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې اوسني ځوانان زیات تر اندېښنې لاندې دي؟

  دا هغه پوښتنه ده چې اوسني ځوانان یې خپله د ځواب په لټه کې دي خو داسې کم ځوانان پیدا کېږي چې د دې پوښتنې تر ځوابه او حللارو پورې ورسېږي. د اوسني ځوانانو زیات وخت په زړه تنګون او د انفرادیت په احساس کې تېرېږي، دوی په ورکه کې وي، هغه څراغ پسې ګرځي چې دوی له دې ستونزې، ژور خپګان او ډېپرېشن څخه وباسي. ما ډېری ځوانان لېدلي دي، چې دوی هر … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې تمرکز نشو کولای؟

ژباړه ١ – ځکه چې ژور خفګان او اضطراب د عدم تمرکز سبب کېږي. ٢ – ځکه چې زموږ ذهن له منفي فکرونو او اندېښنو ډک دی. ٣ – ځکه چې موږ ناراموونکو پېښو سره مخ شوي یو. ٤ – ځکه چې اعتیاد/ روږدتیا د تمرکز د نشتون سبب کېږي. ٥ – ځکه چې په سم موقعیت کې نه یو او بې حوصلې کېږو. ٦ – ځکه چې د ژوند بڼه مو سمه نه ده. … نور ولولئ
ادبیات

غواړې ليکوال/ ه شې؟ څو لارښوونې

ژباړه د ټلويزیون لیدلو پر ځای، هر څومره چې کولای شﺉ مطالعه وکړﺉ. که غواړﺉ لیکوال شﺉ، دوه کړنې ترسره کړﺉ: ډېر ولولﺉ او ډېر ولیکﺉ. کله کله که حتا حوصله هم نه لرﺉ باید لیکلو ته دوام ورکړﺉ. که غواړﺉ تر ټولو په صاقانه توګه ولیکﺉ، باید پوه شﺉ چې ستاسې غړیتوب په ادبپوهانو کې پای ته رسېدلی. تر ټولو مهم موضوعات هماغه دي چې په اړه یې غږېدل تر ټولو سخت او ستونزمن … نور ولولئ
خواړه

د شپې لخوا د زنجفیلو د چای څښلو ګټې!

ژباړه د زنجفیل په اړه د ویلو زیات څه شته، خو د مري لند پوهنتون څېړونکو تازه ویلي چې يه زنجفیل کې د تېښتې ګټور غوړي او تند ترکیبات، دقیقا هماغه څه دي چې بې سارې ګټې یې جوړوي. باید پوه شو چې د زنجفیل چای په لوړه کچه وېټامین سي او امینه اسدونه، همدارنګه کلسیم، سوديم، فاسفر او نور ګټور عناصر لري. د وینې د قندو کنټرول سره مرسته د اسټرېس له منځه وړلو … نور ولولئ
افغانستان

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي. سرچینه وړاندې لیکي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي. په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د … نور ولولئ
سپورټ

د لامبو وهنې نابینا افغان لوبغاړي لندن کې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د لامبو وهنې نامتو افغان لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کي د سل هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ د لامبووهنې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه او افتخاري مډال ورکړل شو. دا سیالي تېره شپه لندن کې وشوه، چي پکې ولي محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی و او د راپورونو له مخې پاتې نور ټول لوبغاړي بیا فزیکي روغ ول، خو ذهني ستونزې یې لرلې. ولي محمدنوري وروسته له هغه دې مقام ته … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوو

نړیوال سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي. د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده. دغه کمېټه وايي چې په هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: تر نړیوالو مخکې نوی حکومت په رسمیت نه شو پېژندلی

پاکستان وایي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان طا لبان په رسمیت نه شي پېژندلی تر هغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې. دده په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه … نور ولولئ