افغانستان

امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده

امریکا له افغانسان سره شاوخوا ۴۷۰ میلیونه امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، امریکا پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړي. د وېسټ په خبره له دې پیسو به په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېږي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به … نور ولولئ
افغانستان

ایران کې ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ایران کې په یوه ترافیکې پېښه کې شپږ افغانان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د ایران یزد ښار کې یوه مسافر وړونکي موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې شپږ افغان مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د یزد ځايي چارواکي وايي چې په وژل شوو کې یوه ښځینه هم شامل ده او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی. په … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی. د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي. سرچینه وایي چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور … نور ولولئ
افغانستان

ملا برادر: امریکا دې افغانستان او سیمې ته ستونزې نه جوړوي

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې امریکا باید د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې که نړۍ، ځانګړې توګه امریکا د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به هم له سختو کړاونو سره مخ کړي. هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې ا.ا ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د یو نظام د رسمیت … نور ولولئ
افغانستان

ریاست الوزرا: د علمي کادرونو د فرار مخنیوي هڅې پیل شوې

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره په لیدنه کې ویلي چې ژر به ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. هغه ډاډ ورکړی دی چې د علمي کادرونو د فرار مخنیوي لپاره یې هم عملي اقدامات پیل کړي دي. په ورته وخت کې د پوهنتونونو استادانو هم د علمي کادرونو د فرار پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې د دولتي … نور ولولئ
افغانستان

صنعت وزارت: نړیوال شرکتونه دې د افغانستان پر لیتیمو پانګونه وکړي

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر سترو نړیوالو شرکتونو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د لیتیمو په ګډون د نورو کانونو پر استخراج پانګونه وکړي. د یاد وزارت په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول افغانستان کې امنیت خوندي دی او نړیوال پانګوال کولی شي په ارام زړه پانګونه وکړي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې د افغانستان د لیتیمو ارزښت د سعودي عربستان د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په کارځای کې دروغ ویل!

ژباړه د ٢٠٢٠م کال څېړنې پر بنسټ چې په یو زر امریکايي کارکوونکو ترسره شوې، لاندې پایلې ترلاسه شوي دي: نارینه وو د ښځو په پرتله د کار څخه د تېښتې لپاره، زیات دروغ ویلي دي. ٩١سلنه وګړو چې د کار څخه د تېښتې لپاره دروغ ويلي، هېڅکله پکې نه دي نیول شوي. په منځني ډول، هر شخص اووه ډوله بېلابېلې پلمې د کار څخه اوږو سپکولو لپاره کارولي. یوازې ٢٧ سلنه دروغ ویونکي له … نور ولولئ
افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ د افغانۍ د ثبات لپاره به هر اړخیزه هڅه کېږي

حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده. د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي او ټول هغه عوامل مشخص کړي چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب شوې ده. کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: کابل کې د هوایي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکوو

امریکا وایي په کابل کې د یوه هوايي برید پلانوونکو ته هېڅ ډول جزا نه ورکوي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزیر هغه غوښتنه منلې، چې له مخې به یې په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال د هوايي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي. سرچینه وایي یاد وګړي په دې برید کې هېڅ پړه نه دي او ټول معلومات دا وو، چې هلته د داعش … نور ولولئ
افغانستان

سپینه ماڼۍ: ډېر دلیلونه شته، چې کنګل شوې شتمني ازاده نه کړو

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي. نوموړې وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د طا لبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري. هغه وایي داسې ډېر عوامل دي … نور ولولئ