افغانستان

عمران خان: افغانستان شل کاله د امریکا په اشغال کې و

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، چې افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد ملاتړ وکړي. نوموړي له الجزیره سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، دی نه پوهېږي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې د کومو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې وه. عمران خان د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د … نور ولولئ
افغانستان

د امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو او ټاکل شوې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن خبریالانو ته وویل چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وشي. نوموړي همدارنګه وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ځانګړې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې اوکراین ته ورکوي

امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او تجهیزات اوکراین ته ورکوي. والسټرېټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، دمګړی د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي چې افغان پوځ ته ځانګړې شوې وې. په دې کې الوتکې، ټانکونه او ځینې نور تجهیزات شامل دي. امریکايي چارواکو ویلي دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو … نور ولولئ
افغانستان

سېف د چېلډرن: نړیوال دې افغانان له ناورین وژغوري

نړیوال دې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي. په کابل کې د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چیلډرین بنسټ چارواکو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې او ناوړه وضعیت سره مخ دي، چې باید وژغورل شي. دغه بنسټ وایي نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره مرسته وکړي او دلته دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي. سرچینه همدا راز وایي چې د … نور ولولئ
افغانستان

جان کربي: افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه، چې سرتېري وباسو

امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه. د کربي په خبره د دوحې هوکړه ددې پرېکړې واضح ثبوت و او زیاتوي د سرتېرو … نور ولولئ
افغانستان

هند: له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

د هند بهرنیو چارو وزارت په خپل اونیز خبري کنفرانس کې افغانستان ته د نورو بشري مرستو د استولو اعلان کړی. د دغه وزارت ویاند ارندم باغچي وویل، دوی له پاکستاني چارواکو سره اړیکه کې دي، چې له خاورې یې دغه مرستې افغانستان ته ولېږدېږي. د نوموړي په وینا په دې مرستو کې به ۵۰ زره متریک ټنه غنم، درمل او نور روغتیايي توکي او وسایل شامل وي. هغه همدارنګه وویل هېواد یې له افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ترهګري لا هم په نړۍ کې لوی تهدید دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ارزونې کې ویلي چې تروریزم تېرکال په نړۍ کې یو ثابت او پراخ تهدید و. په راپور کې راغلي‌ چې امریکا او ملګرو یې د تروریستي شبکو خلاف ستر اقدامات کړي دي. راپور کې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې تر وروستي ۲۰۲۰ کال پورې د لویدیځ د ترهګرۍ ضد په هڅو راټول دی. راپور وايي د جغرافیې په اساس په نړۍ کې د … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان یو ځل بیا په کونړ توغندي ویشتلي

پرون ناوخته پر کونړ ولایت د پاکستان له خاورې د توغندیو برید شوی دی.‌ په ورته مهال پر ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې د کونړ ولایت شلطن ولسوالۍ کې ډرون برید شوی او د پاکستاني طالبانو یو مشر پکې په نښه شوی.‌ خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د ډرون برید راپورونه ناسم دي،‌ البته سیمه کې د پاکستان لخوا توغندیز بریدونه شوي‌ دي.‌ کریمي په دې اړه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شايعه د رواني جګړې يوه خطرناکه څنډه

سريزه: شایعه هغه پدیده ده، چې د تېرو اورېدل شویو عمومي افکارو پر بنسټ جوړېږي او ښايي له خبر او یا هم له یوې بې بنسټه هیاهو او غوغا څخه رامنځ ته شي.  شایعه یوه تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده، چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي، ځکه چې له شایعې څخه په ورځني ژوند کې کله ناکله د متقابل غبرګون په څېر کار اخیستل کېږي. شایعه … نور ولولئ
خوندیتوب

دغه پنځه ډوله خواړه د بډوډو لپاره زهر دي

ژباړه کوم خواړه چې موږ یې مصرفوو، په نامستقیم ډول په بډوډو اغېر ښندي؛ ځکه دنده یې له مېټابولېزم وروسته په ځيګر کې مغذي موادو څخه د اضافي موادو او زهرو فلټر کول دي. د یوه سالم خوړنیز رژیم درلودل د بډوډو د روغتیا لپاره زیات ارزښت لري. که ګردو ته مضر خواړه زیات مصرف شي، ممکن ستونزې پيدا کړي. دلته په لیکنه هغه پنځه ډوله خواړه چې د بډوډو لپاره زیان رسوي، درپېژنو. ١ … نور ولولئ