افغانستان

سلګونه کسانو کابل کې د امریکا ضد لاریون کړی

په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا ضد لاریون کړی دی. په کابل ښار کې سلګونه کسانو د امریکا له سفارت سره نږدې ددغه هېواد پر ضد شعارونه ورکړي او وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی. لاریون کوونکي وايي د امریکا د … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د بندیزونو د ختمولو غوښتنې ډېرې شوې

په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هممهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي … نور ولولئ
کرونا

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان مشر په تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د کرونا اومیکرون بڼه د دلتا په پرتله د چټکې پراختیا په حال کې ده او ټولو ته په کار ده چې پر وړاندې یې تیاری ولري. د تدروس ادهانوم په خبره دوی تر اوسه د هېڅ داسې لارې چارې په پیدا کولو نه دي بریالي شوي چې وکړی شي د اومیکرون … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږلو په لټه کې یو

امریکا وایي د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري او له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي. دده په خبره همدا … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د عمران خان څرګندونې افغانانو ته سپکاوی نه دی، د هغه شخصي نظر دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې دا د هغه شخصي نظر دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي او دوی خپلو اصولو ته ژمن دی. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې اسلام اباد ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

پښتین: عمران خان دې په دروغو د افغانانو اصیل فرهنګ نه بدرنګوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو/پښتنو په اړه د عمران خان څرګندونې دروغ او له حقیقته لرې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې افغانان اصیل او غني فرهنګ لري او هغوی هیڅکله ښځې له خپلو حقه حقونو څخه نه دي بې برخې کړې. پښتین ټینګار کړی دی چې عمران خان باید په خپله دروغجنه خوله د افغانانو اصیل … نور ولولئ
افغانستان

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي چې د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. خان جان الکوزی وایي چې تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. هغه وایي چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، … نور ولولئ
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان ته باید خپلې مرستې ورسوو

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر میکانیزم هوکړه کړې ده. ددغه سازمان د ځانګړې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي هکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي بحثونه کوي، د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د عمران خان وروستیو څرګندونو ته د حامد کرزي توند غبرګون

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي. د حامد کرزي له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د عمران خان دا خبرې چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې … نور ولولئ
افغانستان

متقي: امریکا په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا پر نړۍ ځانګړې توګه پر امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان مالي پانګه ازاده کړي. نوموړي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې امریکا په وروستیو بندیزونو سره په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي او له ټول افغان ملت سره دښمني کوي. متقي د غونډې پر ګډونوالو غږ کړی دی چې له امریکایي چارواکو غوښتنه … نور ولولئ