افغانستان

فرانسې تازه ۳۳۰ تنه افغان او بهرني اتباع له کابله ایستلي دي

فرانسوي چارواکو ویلي، چې د فرانسوي، افغان او نورو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې ۳۳۰ تنه له کابله په یوه ځانګړي پرواز کې ایستلي دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه کسان یې له کابل هوایي ډګر څخه د قطر هېواد په همکارۍ ایستي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې به ایستل شویو کسانو کې ۲۵۰ تنه افغانان، ۱۱ فرانسویان او شاوخوا ۶۰ تنه هالینډیان او د نورو هېوادونو اتباع شامل … نور ولولئ
افغانستان

۱۷ زره افغانانو اروپا کې د پنا غوښتنه کړې ده

تر اوولس زره ډېرو افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. په اروپا کې له پنا غوښتنې د ملاتړ ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د افغانانو د پنا غوښتنې کچه لوړه شوې ده. سرچینه وایي چې دا شمېره تر ډسمبر میاشې پورې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. دغه ادارې ویلي چې په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

افغان کډوالو ته امریکا ۷ میلیارده ډالر نوره بودیجه هم ځانګړې کړه

بايډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده. په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي. یاده … نور ولولئ
افغانستان

کای آیډه: په روان چلند طا لبان نه، بلکې عام وګړي زیانمنېږي

نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه، بلکې د افغانستان خلکو ته جزا ورکوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي. د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طا لبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي. هغه زیاتوي د نړیوالو فشارونو او اقتصادي … نور ولولئ
کرونا

امریکا کې د کرونا وبا د نوې بڼې ډیرې پېښې ثبت شوې دي

په امریکا کې د کرونا وبا د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي دي. په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي. اومېکرون د کرونا وبا نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي. د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په … نور ولولئ
افغانستان

م.م: افغانستان د بشري ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک ‌ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په پیل سره به، … نور ولولئ
افغانستان

ملا هبت الله: هېڅوک نشي کولی چې کونډه ښځه په زور نکاح کړي

د ا.ا مشر هبت الله د هیواد ټولو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې د ښځو د حقونو د ځای پر ځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. په فرمان کې ویل شوي چې د مېړه له وفات وروسته کونډه ښځه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د خپل اختیار څښتنه ده او د شرعي اصولو سره سم د بل خاوند د کولو یا نه کولو په اړه پرېکړه کولای شي. … نور ولولئ
افغانستان

ټام وېسټ د قطر له چارواکو سره د افغانستان په اړه ناسته کړې ده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي. ټام وېسټ زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره ‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ پر خپل تویټر لیکلي چې د قطر … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د اردو په لیکو کې د تېر حکومت کسانو ته هم ځای ورکوو

د اسلامي امارت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره ‌یې هڅې روانې دي. د اسلامي امارت د وسله ‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، کړې دي. هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: افغانستان کې ډيرې کورنۍ له مرستو بې برخې دي

د سره صلیب ادارې په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او د مرستو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی. د سره صلیب نړيوال فدراسیون د اسيا څانګې هم د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د سره صلیب ټيمونو خلکو سره خپلې روغتیايي او حمایتي مرستې نه دې درولي، خو اکثره کورنۍ د را روان ساړه ژمي په میاشتو کې کافي … نور ولولئ