افغانستان

د چین ۵۰۰ ټنه مرستې حیرتان بندر ته رسېدلې دي

د چین لسګونه ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته رسېدلې دي. د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي. په مرستو کې خوراکي توکي، اغوستونکي او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي. چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره … نور ولولئ
افغانستان

هوګو لارنس: امریکا د افغانستان پر وړاندې خیانت وکړ

امریکايي ديپلوماتان وایي امریکا له افغانستان سره خیانت کړی دی. په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لارنس وایي، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ. دده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی دی او دا یو نه بښل کېدونکی جنایت دی. دده په خبره د افغانستان په اړه د ټرمپ بې … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ: احمق مېلي ډېر قیمتي وسایل په افغانستان کې پرېښودل

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کوي او اوسنی ولسمشر جو بایډن ملامت بولي، دا ځل یې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو پر لوی درستیز خوله خلاصه کړې ده او هغه یې احمق بللی دی. ټرمپ ویلي چې مارک مېلي احمق و ځکه چې هغه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت خورا ګران بیه او حساس پوځي وسایل په افغانستان کې … نور ولولئ
نړۍ

اروپایي ټولنه: پاکستان دې د سخت دریځۍ ضد شواهد وړاندې کړي

اروپایي ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې که چېرته د پاکستان حکومت د سختدریځۍ پر ضد کوم اقدامات کړي وي نو مهرباني دې وکړي خپل شواهد دې وړاندې کړي. یادې ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې نور په دغه هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی او د سختدریځو پر وړاندې نرم چلند ورته د منلو وړ نه دی. اروپایي ټولنې دا څرګندونې وروسته … نور ولولئ
افغانستان

قطر: د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو ته چمتو یو

قطر د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته لیوالتیا ښودلې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني ویلي چې که چېرته د ا.ا.ا چمتو وي نو هېواد یې د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته تیار دی. نوموړي د مدیتراني په نامه خبرو اترو ته په انلاین خبرو کې ویلي چې قطر د ترکیې په همکارۍ غواړي چې د کابل هوایي ډګر … نور ولولئ
افغانستان

۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت وېش پيلېږي

د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پيل شوې ده. د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د پاسپورت ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د ختمولو په لټه کې دي. دده په وینا سر له سبا د هېواد په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږي او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکي … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: هیله لرم چې پوهنتونونه ژر پرانیستل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د پوهنتونو له ځینو استادانو سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې استادانو په هېواد کې د پوهنتونونو د بیا پیل او د لوړو زدکړو د تقویې په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره، پخواني ولسمشر له یادو استادانو سره له کتنې خوښي څرګنده کړې او د هېواد ابادي او پرمختګ یې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال بانک: ژر به افغانستان ته د ۲۸۰ میلون ډالرو د لېږد په اړه پرېکړه وشي

نړیوال بانک وایي چې د روانې میاشتې تر لسمې نیټې به مرستندویه هېوادونه د بشري مرستو لپاره د افغانستان د بیا رغونې صندوق ته د دغه هېواد د کنګل شوې مالي پانګې د انتقال په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. رویټرز اژانس د نړیوال بانک د ویاند له قوله راپور ورکړی دی چې په راتلونکې اوونۍ کې به دغه سازمان بشردوستانه بنسټونو ته د افغانستان د مالي پانګې د لېږد په اړه پرېکړه وکړي. … نور ولولئ
روغه سټه

نوې څېړنه؛ بډوډو ته د قهوې ګټې!

ژباړه د روغتیا لپاره د قهوې ګټې لا هم د څېړلو په حال کې دي او اوس څرګندېږي چې د پام وړ ټکې په توګه یې په لیست کې اضافه کړو: بډوډو ته د قهوې ګټې! په یوې نوې څېړنې کې چې د امریکا په رسمي ملي بنسټ کې خپره شوې لیکنه کې، څېړونکو د قهوې د اغېز د درک لپاره نوې کړنه د درد لرونکې اختلال د مخنیوي لپاره چې په ١٥% نفوس باندې … نور ولولئ
افغانستان

مکرون: هڅه کوو ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزو

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت بېرته پیل کړي. نوموړي نن خبریالانو ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وتوانېږي د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ شي او هلته به افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي. رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلي چې … نور ولولئ