افغانستان

امریکا د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې لپاره ځانګړې استازې ټاکلې

امریکا د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې او مسووله ټاکلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې پخوانۍ ديپلوماته الزابت جونز د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو د نوې مسوولې په توګه ګومارل شوې ده. هغه به د افغانانو له ایستلو نیولې تر ځای پر ځای کولو پورې ټوله پروسه څاري او تنظیموي. د امریکا د بهرنیو چارو … نور ولولئ
افغانستان

چین: د نړۍ مسوولیت دی چې افغانستان د ابادۍ لوري ته بوځي

چین وایي نړیواله ټولنه دې افغانستان نور د ابادۍ لوري ته بوځي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د جي شل هېوادونو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان پر دوه لارې ولاړ دی، چې یوه لار بربادۍ او جګړو ته ځي او بله لار بیا ابادۍ او ثبات ته روانه ده. هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي څو د دایمي ودې … نور ولولئ
افغانستان

هند: په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

هند وايي دوی په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري خو سره له دې هم دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. دده په خبره هند د افغانانو روان وضعیت او درد درک کولی شي او تر خپلې وسې به هڅه وکړي چې له افغان وګړو سره … نور ولولئ
افغانستان

د اروپايي کمیسیون مشره: جي شل له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته اعلانوي

د جي شل هېوادونو په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د یو میلیارد یورو بشري مرسته وشي. د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې د بحران په مخنیوي کې مثبت رول ترسره کړي. د نوموړې په خبره د جي شل هېوادونو په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د یو میلیارد یورو مرسته اعلان شي چې تر ډېره به د … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: تېره شل کلنه جګړه کې؛ ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي

د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکایي ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي. د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د ۶۶ زرو په شاوخوا کې د تېر جمهوري نظام پوځیان او لږ تر لږه ۴۸ زره عام وګړي وژل شوي دي. د سیګار په خبره، په همدې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: طالبانو له مېرمنو سره په کړو ژمنو وفا نه ده کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي٬ چې طالبانو له افغان مېرمنو او نجونو سره پر کړو ژمنو وفا نه ده کړې. د ای پي اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې طالبان باید د بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او دا موضوع له پامه ونه غورځوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی دا مسئله له پامه نه غورځوي او په خبره یې اوسمهال هم دوی هره ورځ له … نور ولولئ
خوندیتوب

د موسمي حساسیت لپاره ګټور خواړه 

ژباړه حساسیت بدن ته د اجنبي مادې دنننه کېدو پر وړاندې د دفاعي سیسټم شدید غبرګون دی، چې مخنیوی ترې کولای شو. بدن ته د الرژي زېږوونکو موادو داخلېدل چې د هېسټامين  افراز زیاتوي او دا ماده هم په خپل وار سره د دفاعي سیسټم د تحریک او پارېدو سبب کېږي. هغه خواړه چې د موسمي حساسیت لپاره ګټور دي، دا دي: شین چای؛ التهاب ضد خاصیت لري او طبیعي انټي هېسټامين دی. د مڼې … نور ولولئ
افغانستان

پخوانی ولسمشر غني بېرته راځي خو څنګه!؟ – عبدالرقیب سایل

لیکنه: عبدالرقیب سایل هېواد کې وروستی بدلون ناڅاپي پېښه نه ده. امریکا پلان دا نیولی و چې واګي په مسوولیت طالبانو ته ورکړل شي ځکه دوی ۱۸ میاشتې په دې بحث وکړ. د افغانستان دننه مطرحو ګوندونو، سیاسي څېرو، سیمې هېوادونو او خپله له جمهوریت سره له مسلسلو خبرو وروسته او د طالبانو پرلپسې ضد له امله امریکا مجبوره وه چې خپله تسلیمي ومني. ټوله هڅه دا وه چې امریکا سلامته له افغانستانه ووځي او … نور ولولئ
افغانستان

جي-۲۰ هېوادونه نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه غونډه کوي. دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره را بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی. د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې سږ کال د ‘جي-۲۰’هېوادونو د غونډې مشري کوي ویلي، چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپلې ګډې موخې وړاندې کړي. نوموړي ویلي، چې د غونډې له پیلېدو مخکې ، هغه … نور ولولئ
سیاست

هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هندي عسکر وژل شوي

هند وایي، پنځه عسکر یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هند د پوځ یو ویاند ویلي، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې عسکرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید ورباندې شوی دی. ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي … نور ولولئ