افغانستان

ا.ا: د مسکو ناسته کې له یوه روښانه دریځ سره ګډون کوو

د ا.ا.ا وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوملړ لري. مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونو استازي ور بلل شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون … نور ولولئ
افغانستان

انس حقاني: بهر ته تللي هیوادوال دې بیرته را وګرځي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني غړي انس حقاني په تازه ټویټ پیغامونو کې پر هغو هیوادوالو غږ کړی چې تازه بهر ته تللي او یا اوس ور روان دي. انس حقاني ویلي، چې بیرته هیواد ته را وګرځئ او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلئ. حقاني زیاته کړې چې د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي. نوموړی همدا راز زیاتوي، چې هیواد ته … نور ولولئ
افغانستان

ځانګړي امریکایي څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه وزارت ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي د کانګریس له پر له پسې غوښتنو وروسته دوی دا پرېکړه کړې چې په کابل کې د تخلیې ماموریت او د امریکا د سفارت کړنې وڅېړي او په اړه یې خپله پرېکړه روښانه کړي. دوی وایي چې د تخلیې په ماموریت کې خورا ستونزې وې، دا بهیر … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمنو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلئ!

لیکنه: مستوره محمدي دخوشحاله اوهوسا ژوند لرل د انسان د لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هوسا واوسئ، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ، یو بل ته درناوی او د قدر په سترګه وګورئ. که چېرې زغم او ځان تېرېدنې ته یو بنیادي اصل په سترګه وکتل شي، نو داسې کومه ستونزه او ربړه نه پاتې کېږي، چې حل او هواره نشي. په افغاني ټولنه … نور ولولئ
پوهنه

د حضرت محمد (ص) په اړه د لوېدیځو پوهانو نظریات

د حضرت محمد(ص) د شخصیت او رښتینولۍ په اړه د نړي ډېریو نامتو پوهانو خپل نظریات وړاندې کړي. ځينو یې عقده‌يي چلن کړی او ځينو یې له دیني اختلاف پرته د شخصیت ټولې ښېګڼې ستایلي او ترې منکر شوي نه دي. په دې لړ کې مو د نړۍ د ځينو هغو پوهانو نظریات راخیستي چې مسلمان نه وو؛ خو د حضرت محمد(ص) مسلمان شخصیت هغوی اغېزمن کړي وو. ۱- لیون تولستوی: په دې کې هېڅ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی. تر دې … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې ګوښه شوی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې خلیلزاد به نوره دغه دنده پر مخ نه وړي او د افغانستان چارې به د نوموړي مخکینی مرستیال ټام ویست په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په قطر کې د امریکا له سفارت څخه څاري. سي ان ان ویلي چې لا څرګنده نه ده چې زلمي … نور ولولئ
افغانستان

چین: له افغانستان څخه ژر د جلغوزیو صادرات پيلوو

چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي. دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای … نور ولولئ
افغانستان

کرزی: نوی حکومت دې د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو هڅه وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان نوی حکومت باید د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو په لټه کې شي. نوموړي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په ملي کچه د طالبانو حکومت د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې مشروعیت خپلولی شي؛ خو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو د عملي کولو له لارې مشروعیت ګټي. هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات … نور ولولئ
افغانستان

مجاهد: د تیلفوني مکالمو نرخ راټیټوو

د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي. دده په وینا دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت … نور ولولئ