افغانستان

هند: نړۍ باید له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

هند وایي، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پکار دي. د مسکو په غونډه کې د هند استازي ویلي، افغانستان له سخت وضعيت څخه تېرېږي او لاسنیوي ته اړتیا لري. د هند استازي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او له دغه هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي. د یادونې ده … نور ولولئ
افغانستان

چین: نړۍ دې افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو ملاتړ وکړي

چین وايي په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکوي. د مسکو په غونډه کې د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د دایمي ثبات او امن راوستلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. دده په وینا له افغانستان سره په مرسته ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي. هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په وروستیو … نور ولولئ
افغانستان

حنفي: نړۍ دې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني

د رییس الوزرا مرستیال د مسکو په غونډه کې له نړیوالو غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو په غونډه کې وینا کړې ده او په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې د نړۍ هېڅ راز فشار ته به تسلیم نه شي. نوموړي ویلي افغانان له اوږدو کلونو وروسته د یوه پیاوړي او مرکزي حکومت خاوندان شوي دي او دا … نور ولولئ
افغانستان

د مسکو غونډه؛ روسیه وایي اقتصادي کمزوري جګړه رامنځته کوي

روسیه وایي په افغانستان کې د اوسنۍ بې ثباتۍ اصلي لامل اقتصادي کمزوري ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل اقتصادي کمزوري او د امریکا له لوري ددغه هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل دي. لاوروف دغه راز وویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان له همدې اوسني وضعیت … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د څارنې لپاره امریکا پاکستان ته ارشد ديپلومات معرفي کړی

امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو لپاره په پاکستان کې خپل نوی ارشد ديپلومات معرفي کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن غواړي په افغانستان کې وضعیت مدیریت کړي چې له امله یې ډونالډ بلوم په پاکستان کې د ځانګړي ارشد ديپلومات په توګه معرفي کړی دی. هغه به دلته رامنځ ته شوی وضعیت ارزوي او په دې تړاو به د بایډن استازیتوب کوي. ډونالډ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د سولې لپاره مې د افغانانو د څلوېښت کلونو خوب رښتیا کړ

زلمی خلیلزاد وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو افغانان له نوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغه په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له خپلې دندې ګوښه شو، خو په وینا یې د سولې د راتګ لپاره یې ماموریت بریالی و. د خلیلزاد په وینا ده د افغانانو هغه خوب یې رښتیا کړی چې له څلوېښتو کلونو یې د سولې او امنیت لپاره لیدلی وو. خلیلزاد زیاته کړې … نور ولولئ
افغانستان

عامې روغتیا وزارت: د پولیو واکسین د وېش بهیر کې هېڅ خنډ نشته

افغانستان کې د پولیو واکسین د وېش په لاره کې هېڅ راز ستونزې نشته دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي سره له دې چې د نظام له بدلېدو سره په بېلو برخو کې ستونزې رامنځ ته شوې، خو ددې زمینه برابره شوې چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو د وېش زمینه برابره کړل شي. عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي چې دمګړی د دوی د واکسیناتورۍ ټیمونه په ټول افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغانستان د میلیاردونه ډالر شتمنۍ کنګل به دوام کوي

د امریکا د خزانې وزارت وايي، چې پر طالبانو به بندیزونه دوام کوي. د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیزونه دوام وکړي. هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طالبانو لاس ته و نه لوېږي. د … نور ولولئ
افغانستان

سراج الدین حقاني: د ځانمرګو کورنیو ته یوه نمره ځمکه ورکوو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون دوشنبه د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره کتلي دي. دا لیدنه په انټرکانټیننټل هوټل کې په یوه ناسته کې ترسره شوه. په دې ناسته کې حقاني وویل چې دغو «مجاهدینو او شهیدانو» ته درناوی لرو او هغوی د «اسلام او وطن اتلان» دي. همدارنګه سراج الدین حقاني ځانمرګي بریدګر د «مومن ولس د اتلانو» په نامه یاد کړي … نور ولولئ
افغانستان

خليلزاد: د افغان سولې خبرې د پلان مطابق ترسره نه شوې

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه شوې تیروتنې له افغانانو سره شريکې کړي. اسوشتيد پریس خبري آژانس نن خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي. خلیلزاد له دغه اژانس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو … نور ولولئ