افغانستان

اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي. سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي. همدا راز بروکسل غواړي چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: ۴۰زره کارکوونکو ته د پیسو په ځای د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکوو

طالبانو په کابل کې ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل کړو. په دې پروګرام کې طالب چارواکو ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د کار کولو په مقابل کې به دوی ته هره ورځ ۱۰ کیلو غنم ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه کارکوونکي به په ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او پراختیایي پروژو … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو د پایلو پړه یوازې پر ما نه ده

خلیلزاد وایي د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي. هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو. هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و. خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خپله خپله برخه کریکټر ولوبوئ او پاتې نور هېر کړئ!

* یو سړي د ساحل په غاړه قدم واهه، لېرې یې ولیدل چې یو څوک ټیټېږي،  یو څه له ځمکې راپورته کوي او بحر ته یې غورځوي * کله چې ورنږدې شو، نو ګوري چې په زرګونه کبان د  ساحل غاړه په شګو کې پراته دي، ښایې کومې لویې څپې دوی له بحر څخه شګو ته را رایستلي وي، چې نوموړی سړی هڅه کوي دا کبان بیرته بحر ته وغورځوي او ژوند یې وژغوري. ده … نور ولولئ
په زړه پورې

چین: په ماشومانو د ښوونځي د کورنۍ دندې فشار کمولو قانون تصویب شو

چین په ماشومانو باندې د ښوونځي د کورنۍ دندې بار کمولو قانون تصویب کړ. د چین خبري اژانس په حواله، چین پر ماشومانو د کورنۍ دندې تر څنګ د نصاب څخه په ډېر درس بندیز ولګاوه. د رسنیو راپورونو له مخې، د قانون له مخې والدین باید د خپلو ماشومانو د تعلیم، ساتیرۍ او ارام لپاره وخت ځانګړی کړي. د چین د قانون له مخې ماشومان باید په فزیکي فعالیتونو کې بوخت وساتل شي، ترڅو … نور ولولئ
خوندیتوب

د لاسونو سپينولو لپاره کورنی ماسک

  که د لاسونو له غنمرنګ او یا تور رنګ راضي نه یئ او غواړئ سپين او روښانه لاسونه ولرﺉ، د کیلې او مستو دغه کورنی ماسک چې په لیکنه کې یې تاسې ته درپېژنو، وکاروﺉ. د دې ماسک دنده: د لاسونو سپينول، مرطوبول او نرم ساتل دي. کړنلاره: یوه دانه کیله، نیمه پياله تروې مستې سره مکس کړﺉ او وروسته لږ څه ګلیسرین هم د دغه مخلوط سره کډ او لامده شویو اوړو په … نور ولولئ
روغه سټه

د اوښکو سره ژړل، د لوی ناروغۍ څخه د خلاصون لامل کېږي

اکثرا ژړا د ضعف په توګه تعبیر کېږي او ویل کېږي چې دا یوه منفي انګېزه ده چې ډېر ژړل د انسان لپاره ښه نه دي، خو ایا تاسې په دې پوهیږئ، چې ژړل د انسان روغتیا لپاره څومره ګټور دي؟ متخصصین وايي، چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل خلاص ژړل (داسې ژړا چې له سترګو ورسره اوښکې بهېږي) ذهني وړتیاوې ښې کوي. متخصصینو د اوښکو ژړا وړاندیز کړې او وایې چې … نور ولولئ
خواړه

په مني کې د روغتیا لپاره څلور ډوله خوراکي توکي

ژباړه چینایي روغتیاپالانو د څلور ډوله خوړو، چې د مني په موسم کې روغتیا ته ګټور دي، یادونه کړې. د Sina نشريې په حواله، د عسل/ شات، کب، چای او مېوو ګټور خواص چې د ريزش او زکام په مخنیوي کې مرسته کوي ، یادونه وکړه. د روغتیاپالانو په وینا، سهار کې یوه پیاله اوبه د شاتو سره د روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي، د سږو د رطوبت سبب کېږي، ټوخی اراموي، د پوستکي … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې د افغانستان لوبې، وختونه او لوبغالي یې!

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام چې تېره اونۍ پيل شو، نن یې رسماً د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلیږي. د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ته افغانستان، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، انګلستان، او سویلي افریقا هیوادونو وار له مخې لاره پیداکړې وه، خو له لومړي پړاو څخه سوپر ۱۲ پړاو ته سکاټلینډ، نمیبیا، بنګله‌دېش او سریلانکا هیوادوننو لاره پیداکړه.   ۱ـ افغانستان د سکاټلینډ پر وړاندې   د شل اوریزه نړیوال … نور ولولئ
افغانستان

پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د سي ان ان د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده. دغه رسنۍ ته د بایډن د حکومت دوو مهمو چارواکو ویلي چې له کانګریس سره یې هم په دې تړاو بحثونه … نور ولولئ