سپورټ

شهزاد نیپال لیګ کې ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د نیپال په غوره لیګ سیالیو کې ښه ولوبېد او ددې لیګ ترټولو زیاتې منډه جوړونکی توپوهونکی شو. شهزاد محمدي په دې لیګ کې ټولې ۷ سیالۍ وکړې، چي په دې اوو لوبو کې یې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې راغی. په دې سره هغه ته د موټرسایکل جایزه ورکړل شوه.   د نیپال … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دې عملاً پیسې ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي. ګراندي همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د اعلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ته رسېدلې ده. نوموړي مرستندویو هېوادونو ته په خطاب … نور ولولئ
افغانستان

د بشر حقونو څار سازمان: افغانستان کې اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی

په کندز ښار کې پرون برید چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا وویل، دا برید ښيي چې د افغانستان اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه دا برید په کلکه غندلی او دا یې د هدفي وژنو په دوام یو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانانو راتلوونکی به څه ډول وي؟ څه باید وکړو؟

آغاملوک سهار انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې لویو ستونزو او ننګونو سره مخ وو جنګ، لوږه او وبا. لرغونی مصر، د منځنیو پیړیو اورپا او چين په څو زره کلن تاریخ کي له سختو لوږو او قحطیو سره مخ وو. لسګونه میلیونه چینایان له لوږې مړه سوو. حتا چين په شلمه پیړۍ کې هم له دی ننګوني سره مخ وو خو مډرني حکومتولۍ، منظم اقتصادی او سیاسي سیسټم، مسلکي او متخصصیو کدرونو … نور ولولئ
افغانستان

نړیواله ټولنه له اړمنو افغانانو سره نغدي مرسته کوي

نړیوله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي. له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي. دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي. د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له … نور ولولئ