په زړه پورې

برېټانويانو په لمړيو کې تور ته ورته پوستکى درلود

ګوړګوتي وېښتان، ابي سترګې او تور مايله پوستکى! د نويو جنېټيکي څېړنو پر اساس، لومړني برېټانویان د اوسنیو وګړو په څېر نه وو. دا د لس زره کلن اسکلېټ په هکله چې د “چدرامن” Cheddar Man، په نامه یادېږي، چې Cheddar Gorge-Somerset انګلستان کې پيدا شوي تصديق کوي. څېړنې ښيي، چى “چدارمن” د ښکاريانو له ډلې څخه وو چې د یخبندان/ کنګل له زمانې وروسته، تقريبا ١١٠٠٠ کاله مخکې، په ټوله اورپا کې هجرت کاوه. … نور ولولئ
سینما او موسیقي

تر پټهان وروسته شاهرخ خان د يوبل فلم شوټينګ پیل کړ

شاهرخ خان د خپل يوبل راتلونکې فلم د شوټينګ چارې پيل کړې. کله چې په ۲۰۱۸ز کې د باليووډ د باچا شاهرخ خان تر ټولو ګرانبيه فلم “زيرو” ناکامه سو نو بيا تر اوسه يې کوم بل فلم ندی ريلېز کړی. د تېر کال راهيسي يې د پټهان په نامه فلم د شوټينګ چارې روانې وې چې تقریباً پايته رسېدلي دي خو لا تر اوسه یې د سندرو لپاره شوټینګ ندی ترسره کړی. راپورونه وايي … نور ولولئ
خوندیتوب

د ماشوم پر روان باندې د اوسني حالت اغېزه:

د روانو سیاسي بدلونونو په ترڅ کې ډېری خلک دې ته مجبور شول چې خپل کور پرېږدي او بهر ته کډوال شي، د هغه ماشوم کیسه هم راته یاده ده چې د مور او پلار له لوري په هواي ډګر کې بې مسوولیته پاتې وو او ډېری ورځې یې ترکي عسکرو پالنه کوله دا چې په راتلونکي کې به د دې ماشوم ژوند کوم خوا ځي او څنګه به کېږي لا معلومه نه ده. د … نور ولولئ
خوندیتوب

په خوب کې د ماشومانو د وېرې لاملونه څه دي؟

ډېری ماشومان په خوب کې ویریږي، دا ویره یې خوب ته نه پریږدي. تاسې به ماشومان لیدلي وي، چې د ویرې له امله د شپې څراغ نه مړ کوي او له تیارو څخه بېریږي. ځینې ماشومان بیا د ویرې له امله نه ویده کېږي او له ځان سره خپل مورو پلار هم له خوبه باسي، چې دې ویرې ماشوم او کورنۍ یې له لوې ستونزې سره مخ کړي دي. دا چې د دې ویرې لامل … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: که نړۍ د افغانستان ثبات غواړي اقتصادي مرستې دې زیاتې کړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي. عمران خان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره خبرو کې ویلي، چې نړۍ باید د طالبانو له حکومت سره خبرې پيل کړي او له دغه حکومت سره دې یوې پایلې ته ورسېږي. دده په وینا که نړیواله ټولنه په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دویمه برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

د یوه ښه انسان ځانګړنې د هغه پر شاوخوا خلکو باندې ډېر اغېز کوي. د دې ترڅنګ چې نور د هغه کړنې کاپي کوي او غواړي چې د هغه په څېر شي، د هغه په څنګ کې د خوشالۍ احساس کوي او له هغه سره د اوسېدو نه خوند اخلي. هغه انسانان چې ښې ځانګړنې لري ډېر ژر د نورو زړونه فتحه کوي او ډېر ملګري لري. د دې لپاره چې ښه انسانان د خپلو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لومړۍ برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

هر انسان غواړي چې نور یې وستایي، د نورو پر وړاندې یو غوره شخصیت و اوسي او خپلو ټولو شاوخوا خلکو په زړه کې ځانګړی ځای ولري. په دې موږ ټول پوهېږو چې هر څوک غواړي چې په ټولنه کې محبوبیت ولري، نو په یاد ولرئ چې د نورو د زړه لاسته راوړلو لپاره او د دې لپاره چې ځانګړي و اوسئ، باید ځینئ کړنې ترسره کړئ. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته ځینې … نور ولولئ
پوهنه

پر مغز د مخدره توکو اغېز!

ژباړه عصبي حجرې د خاصو موادو په مرسته، الکتريکي پيغامونه يو بل ته لېږدوي. مثلا که غواړٸ خپلې پښې ته حرکت ورکړٸ، له مغز څخه د پښو عضلاتو ته يو پيغام ځي. دا الکتريکي پيغام د “عصبي لېږدونکو” موادو په مرسته انتقالېږي ( د انسان مغز له پنځوس ډوله زيات عصبي لېږدونکي يا نوروترانسميټرونه لري). د مخدره توکو کارول پر “همدغو عصبي انتقالوونکو” اغېز ښندي. مخدره توکي کولاى شي د ” د عصبي لېږدونکو” ترشح، … نور ولولئ
سپورټ

د سولې په تړاو شل اوریزه لوبه او د طالبانو سلوک

  د جمعې په ورځ د سپټمبر په درېیمه د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د سولې ګټونکو او سولې ساتونکو په نامه دوه لوبډلو لوبه ترسره کړه، د دې لوبې لیدلو او د امنیت خوندي کولو لپاره طالبان راغلي او په خدمت کې وو. طالبانو په دې سیالۍ کې له مینوالو او لوبغاړو سره داسې سلوک وکړ، چې د ډېرو خلکو لخوا یې صفتونه شوي دي. ډېری طالبانو د افغانستان ملي بیرغ یا … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د شهزاده سرای نن بېرته پرانیستل کیږي

د افغانستان بانک نن په کابل ښار کې د شهزاده سرای د پرانیستل کېدو خبر ورکوي. له دغه بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ ترمنځ په ګډه ناسته کې شوې ده. د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د دې تر څنګ د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې امانتونه … نور ولولئ