سینما او موسیقي

تمنا: د ويرات کوهلي ملګرې او فلمي لوبغاړې

تمنا باټيا د هندي سېنما د جذابو او وړتيا لرونکو ښځينه اداکارانو څخه ده. تمنا چې کورنی نوم يې باټيا دی په عام ژوند کې د ټامي،ميلک او بيوټي په نومونو هم يادېږي. ددې راتګ سېنما ته د جنوبي هند له سېنما څخه وو چې وروسته یې خپله وړتيا په باليووډ کې هم ثابته کړې او د ټول هند په سېنماوو کې ورته فلم جوړوونکي زارۍ کوي. تمنا ددې سره سره چې غوره اداکاره ده،په … نور ولولئ
افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: د یونما ماموریت باید په افغانستان کې وغځول شي

د بښنې نړیواله اداره وایي چې باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي. ددغه ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي؛ نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده. ټاکل شوې چې د سپټمبر په اوولسمه په رسمي توګه په افغانستان کې د یونما … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

افغان جګړه کې چا ماتې وخوړه؟ یو ملت اوڅو نظرونه

لیکنه: عاشق الله نجيبي په هیواد اونړۍ کې دوه جلا نظرونه شتون لري ځینې په دې نظر دي چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځینې بیا وایې امریکا خپل هدف پوره او بیرته لاړه که څه هم امریکا د افغانستان په اشغال کې زیات تاوان ولیده او ډېر سرتیري یې، هم له لاسه ورکړل همدارنګه د امریکا ولسمشر جوبایډن هم وویل چې د افغانستان په جنګ کې هره ورځ مونږ ۳۰۰ زره ډالر … نور ولولئ
افغانستان

قزاقستان: افغانستان ته د بشري مرستو رسونه کې هر اړخیزه همکاري کوو

قزاقستان وایي تیار دی چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکاري وکړي. قزاقستاني چارواکو ویلي دا چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي زرګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي نو دوی ورسره د لېږد او ترانزیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د قزاقستاني چارواکو په خبره دوی هم غواړي د بشري مرستو په برخه کې خپله ستره ونډه ادا کړي. … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: هیڅ فکر مو نه کاوه چې حکومت دې دومره اسانه سقوط وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ددغه هېواد کانګریس ته وربللی شوی و. نوموړي یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده؛ خو ددې هر څه مسوولیت یې پر ولسمشر ټرمپ ور اچولی دی. دده په وینا دوی یوازې د هغه ضرب الاجل په عملي کولو مکلف و، چې ټرمپ له طالبانو سره منلی و. بلینکن دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب … نور ولولئ
افغانستان

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي دي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي. دده په خبره پاکستاني مشران هسې بیځایه په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته راټولوو

ملګري ملتونه افغانستان ته د شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرستې د جلب په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي، چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او اوس ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره ددغه ناورین د لا پراختیا مخه ونیول شي. د نوموړي په خبره د طالبانو تر حاکمیت مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله او اوس … نور ولولئ
افغانستان

د ماشومانو د خوندیتوب اداره: افغانستان سره د بېړنیو مرستو د دوام وخت دی

د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چلډرېن نړیواله اداره وايي ددې وخت نه دی چې نړیوال افغانانو ته شا کړي. ددغه ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ټول وګړي په تېره ماشومانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې نړیوال په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي. دغه نړیوال بنسټ همدا راز وايي چې دمګړی شاوخوا ۵،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان … نور ولولئ
خواړه

مالګې يا خوږې ته ډېره لېوالتيا د ناروغۍ نښه ده 

  ژباړه د يو خاص منطق پر اساس، د کافي خوړو د نه خوړلو په صورت کې خوږې او يا مالګې ته ډېره لېوالتيا زيان لري. د راپورونو پر اساس، په روسيه کې د خوړو او هاضمې متخصصې ايرينا برژنايا، زياتې مالګې او خوږو ته د وګړو د لېوالتيا په اړه مرکه او خبرې وکړې. اېرېنا برژنايا په دې اړه وويل: ” معمولا زيات خلک د تروو څخه خوږو ته اوړي او د دغه کار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پينځمه / وروستۍ برخه ـ څنګه د نورو زړونه لاسته راوړو؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د نورو د زړونو لاس ته راوړل اسانه کار نه دی او ډېر مهارت غواړي، خو که چېرې ښه اخلاق ولرو په ډېرې اسانۍ سره کولای شو چې د نورو زړونه لاس ته راوړو. د ښو اخلاقو لرل یعني په زړونو پادشاهي کول. که غواړئ چې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، مخ‌ماتی او يا خاکساره و اوسئ، ځکه مخ‌ماتی اوسېدل هغه چلند دی چې ټول یې ستايي. هېڅوک … نور ولولئ