سپورټ

د شل اوریزه نړیوال جام تاریخچه، ګټونکې هیوادونه او راتلونکی پړاو یې

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې ددې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه.   په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.   دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د عباس ستانکزي د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی

امریکا د طالبانو د قطر دفتر د غړي شیر عباس ستانکزي له وروستۍ وینا ملاتړ او هرکلی کړی دی. د راپورونو له مخې شیر عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت پر جوړولو کار کوي او په خبره یې تولو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې دا به په نړیواله او ملکي کچه د منلو وړ حکومت وي. هغه همدا راز ویلي وو چې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: وچکالي د اوو میلیونو افغان کروندګرو ژوند ګواښي

ملګري ملتونه وایي وچکالي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو ددې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي. سرچینه وایي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ … نور ولولئ
افغانستان

بريټانیا: که طالبان د حکومت په څېر چلند وکړي همکاري ورسره کوو

برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي. د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي؛ نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي. دده په خبره برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار … نور ولولئ
سپورټ

د کارابین لیګ په تاریخ کې چټکه نیمه سلیزه جوړونکې لوبغاړي

د جمعې په ورځ د ویسټ انډیز هیواد په کورني لیګ ‹‹CPL›› کې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې مشهور لوبغاړي انډري رسل په ۱۴ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې دا د کارابین لیګ په تاریخ کې ترټولو چټکه نیمه سلیزه وه.   رسل چې د ویسټ انډیز هیواد په یاد لیګ کې له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره لوبیږي، د جمعې د ورځې په لوبه کې د سېنټ لوشیا کېنګز لوبډلې پر وړاندې په پنځم … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۶ کال څخه راوروسته زیاتې شپږیزه وهونکې هیوادونه؛ لیست کې افغانستان هم شته

د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په شل اوریزه سیالیو کې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې تر نورو ټولو هیوادونو زیاتې شپږیزې وهلې دي، چې د لیست په سر کې شتون لري.   ویسټ انډیز د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په ۶۷ شل اوریزه لوبو کې ۵۲۵ شپږیزې وهلې دي.   په دې لیست کې افغان کرکټ ملې لوبډله هم شتون لري، چې اتم مقام لري.   افغانستان د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په ۳۶ شل … نور ولولئ
سپورټ

جې روټ د ځان او انګلستان لپاره یو بل ویاړ ترلاسه کړ

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جې روټ د ځان او انګلستان لپاره یو بل ویاړ ترلاسه کړ، چې د انګلستان لپاره ترټولو زیاتې ټیسټ سیالۍ ګټونکی لوبډلمشر شو.   جې روټ په ۵۵ ټیسټ سیالیو کې انګلستان لوبډلې ته تر خپلې رهبرۍ لاندي ۲۷ لوبې وګټلې، چې تر واګان مخکې شو او د انګلستان په تاریخ کې زیاتې ټیسټ لوبې ګټونکی لوبډلمشر شو.   Joe Root is now England's most successful Test captain … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ د اروپا اتلانو فوټبال لیګ د راتلونکې پړاو پچه اچونه ترسره شوه

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ‹‹چمپېنزلیګ›› د راتلونکې ۶۷تم پړاو پچه اچونه تېره پنجشنبه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه، چې پکې ۳۲ ګډونوالې لوبډلې په اتو ګروپونو ووېشل شوې.   لومړی ګروپ: منچسټر سیټي، پاریسن جرمېن، لیپزیک او بلک برګ. دویم ګروپ: اتلاتیک ماډریډ، لیورپول، پورټو او مېلان. درېیم ګروپ: سپورټینګ، دورتمند، اژاکس او بیسکیتز. څلورم ګروپ: انټرمېلان، ریال ماډریډ، شاختار او شېریف. پنځم ګروپ: بایرن مونیخ، بارسلونا، بینیفیکا او کیېو. … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان او قیس احمد مقابله؛ بلاسټ لوبو کې د دواړو لوبډلې نیمه پایلوبې ته ورسېدې

  د بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو دوه نیمه پایلوبو کې څلور لوبډلې مخ دي، چې دوه لوبډلو کې یې افغان لوبغاړي هم شامل دي. راشدخان له سسېکس لوبډلې سره مل دی، دوی د تېرې پنجشنبې په ماسختن لومړۍ کواټرفاینل لوبه وګټله او لوبډله یې په غوره نېټ رن رېټ سره نیمه پایلوبې ته ووتله. د جمعې په ماسختن قیس احمد دې لوبډلې کېنټ وکولای شول، چې واروېک شایر ته ماته ورکړه او قیس احمد دې … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه لیګ او پکې د ټولو لوبډلو سکواډونه

ټاکل شوې چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.   د هندوکش ستوري، پامیر زلمیان، سپین غر پړانګان، کابل بازان، امو نهنګان، بُست ساتونکي، بند امیر او مس عینک اتلان هغه اته لوبډلې دي، چې سږ کال په شپږیزه کرکټ لیګ کې به ولوبیږي. … نور ولولئ