ژوند بڼه

زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم…

  ★زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم ، چې تاسره د موټر په مخکنیې سیټ کې کښیناستلی او له موسیقۍ خوند اخیستلای نشم! هو، مګر تر څنګ دې کښېناستلی او تر ډېره دې خبرې اورېدلی شم، تر څو زموږ سفر یو ښکلی یادګار شي، چې څښتن تعالی هم راڅخه راضي شي او زړه مې هم راضي شي. ★زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم ، زه تاسره په ګرځېدو خلکو ته دا قناعت/باور ورکولای … نور ولولئ
ادبیات

رومان څه شی دی؟

کېدای شي رومان مو لوستی وي او يا مو لږترلږه د رومان نوم اورېدلی وي، کېدای شي په ذهن کې مو اوس دا پوښتنه هم راټوکېدلي وي چې رومان څه شی دی؟ د بحث موضوع یې څه ده؟ او ولې ورته رومان وايي؟ په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ستاسو د دغې پوښتنو ځواب درکړو، نو که غواړئ چې د خپلې دغې پوښتنې ځواب ترلاسه کړئ، نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ! رومان د نثري … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د احمد شاه بابا دوره کې تر سره شوي خدمتونه

ليکنه او راټولونه د اوسني افغانستان موسس په ۱۱۳۵ه کال کې د هرات په تاریخي ښار چې د ابدالیانو د واکمني مرکز وو، زیږېدلی دی. د پلار نوم یې زمان خان دی چې هغه د دولت خان، سرمست خان، شیرخان، خواجه خضر خان، سدو خان له کورنۍ سره رابطه لري. لوی احمد شاه بابا د خپلې واکمنۍ په دوران کې د خپل هېواد د پیاوړتیا او یووالی په برخه کې د پاملرنې وړ کارونه ترسره … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د جمهوریت او د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب غواړو

ولسمشر غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی نن یې د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د ایران ولسمشر ویلي، چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځې ولې ډېر وخت او یا هېڅ راز نه شي ساتلی؟

یوه خبره چې تل کېږي او عامه ګرځېدلې هغه دا دی، چې ویل کېږي ښځې راز نه شي ساتلی او دا په ښځو پسې یوه اصطلاح جوړه شوې، چې ویل کېږي خورې تاته وایم چاته مه وایه او هغه بیا بلې ته وایي، چې خورې تاته وایم چاته مه وایه اخر په دې کې ټول خلک خبر شي. دا چې ښځې ولې راز نه شي ساتلی په دې لیکنه کې یې لاملونه او په دې … نور ولولئ
افغانستان

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې مو یو میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي

برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه ‌دي راټولې شوې. د افغانستان د برښنا شرکت په خبره له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له … نور ولولئ
سپورټ

شل‌اوریزه لوبو کې ۱۲ هیوادونو ته زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

موږ په دې لیکنه، کې د ۱۲ هیوادونو «اسټرالیا، افغانستان، بنګله‌دېش، انګلستان، هندوستان، ایرلینډ، نیوزلینډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا، ویسټ انډیز او زیمبابې» لپاره هغه ۱۲ لوبغاړي درپېژنو، چې په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې دي.   ۱ـ اسټرالیا   اسټرالیا ته تېز توپ‌اچونکي میچل سټارک ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې په شل اوریزه لوبو کې اخیستې. هغه په ۳۹ لوبو کې ۴۸ ویکټې اخیستې دي.   ۲ـ افغانستان   د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي افغان لوبډلې ته دوه لوبغاړي اضافه کیږي

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو ته ۱۵ ورځې وړاندې د څلورو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې داځلې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی. بورډ د یادي لوبډلې د اعلانېدو پر مهال په یوې اعلان شوې خبرپاڼه کې ویلې وه، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو … نور ولولئ
سپورټ

جې‌روټ د انګلستان لپاره د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو توپوهونکي جې‌روټ د انګلستان ملې لوبډلې لپاره ریکارډ جوړ کړ او ددې هیواد لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی شو. جې‌روټ په ټیسټ، یوورځنیو او شل اوریزه لوبو کې تر بل هر انګلستاني لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړې او په دې سره یې د انګلستان لپاره یو ریکارډ جوړ کړ. هغه په ۲۹۰ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې ټولې ۱۵۷۸۰ منډې جوړې کړې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نیمې نړۍ نیمګړې زده‌کړې!

  په نړۍ کې نيمه برخه د ښځو ده! مګر هغه ښځه چې، د نيمې نړۍ مسووليت په غاړه لري بايد خپلواکه، باسواده او غښتلي اوسي. نو د ښځو لپاره زده‌کړه اړينه ده؛ ځکه ښځه په یو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. د پاچا خان په قول ( د ښځو انرژي د څلورو دېوالونو ترمنځ وسوځېده). موږ خپل نيم قوت پخپله له ځانه اخيستی او په ښځو دا ناقص قول عملي کوي چې” … نور ولولئ