سپورټ

بنګله‌دېش له اسټرالیا د ستر غچ اخیستلو په درشل کې دی

  اسټرالیا چې بنګله دېش ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، له پوره ستونزو سره مخ ده. دې لوبډلې درې پرله پسې لوبې د بنګله دېش پر وړاندې بایللي او د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې بنګله دېش د لومړي ځل لپاره له اسټرالیا څخه لوبلړۍ وګټله. اسټرالیا له دې لوبلړۍ وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې بنګله دېش سره مخ شوې وه؛ خو څلور واړه لوبې بنګله دېش بایللې … نور ولولئ
سپورټ

په بارسلونا کې د میسي لوبو، جامونو او ګټلو جایزو ته کتنه

وړمه شپه په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی. بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو … نور ولولئ
سپورټ

جېمزانډرسن؛ ټیسټ کرکټ کې د نړۍ درېیم مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکې جېمز انډرسن د انګلستان او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ په روانه ټیسټ لوبه کې د هندوستان څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې په ټیسټ سیالیو کې خپلې ویکټې ۶۲۱ ته ورسولې. جېمز انډرسن یادي ۶۲۱ ویکټې په ۱۶۳ سیالیو«۳۰۲» انینګزونو کې اخیستې دي، چې په دې سره د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو. تر دې مخکې ددې لیست … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د خبرو له لارې دې افغانستان له پېښدونکي ناورین وژغورل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی. تېره ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې. د یونما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل، چې … نور ولولئ
سپورټ

د آی‌پي‌اېل اتل د هند لپاره بې ګټې تمام شو

  سنجو سمسن چې په آی‌پي‌اېل کې د راجستان رایلز لوبډلې لوبډلمشر دی، سږ کال آی‌پي‌اېل کې په خپله لومړۍ لوبه کې یې ۱۱۹ منډې وکړې، نوموړي په هره لوبه کې د راجستان لپاره خورا زبردسته لوبه کړې او لا دې برخه کې مخکښ دی. خو اوس د هند لوبډلې لپاره په زړه پورې نه دی تمام شوی.   د هند لپاره د سنجوسمسن لوبې او منډې نوموړي په خپلو لسو شل اوریزو لوبو کې … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ پال سټېرلېنګ، په یو کال کې د زیاتو منډو جوړولو په ریکارډ کې

  پال سټېرلېنګ هغه لوبغاړی دی، چې تل یې د ایرلېنډ لپاره برید کوونکې لوبې کړي او خپله لوبډله یې تر ډېره پورې په پښو درولې ده. نوموړی په یوه کال کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري او لا هم د جدول په سر کې دی. سټېرلېنګ په ۲۰۱۹ کال کې په شلو پاڼیو کې ۷۴۸ منډې کړي دي او لا هم په دې برخه کې لومړی مقام لري. سټېرلېنګ کې دا خوبایي شته … نور ولولئ
سپورټ

هغه هندي لوبډلمشران، چې په ټیسټ سیالیو کې یې زیات ټانسونه بایللې

د کرکټ ټرېکر د راپور له مخې د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ سیالیو کې اوسني لوبډلمشر ویراټ کوهلي ترټولو زیات ټانسونه بایللې دي. ویراټ کوهلي په ۶۲ ټیسټ سیالیو کې په خپله لوبډلمشر کې ۳۵ ځلې ټانسونه بایللې او په ټیسټ سیالیو کې ترټولو زیات ټانس بایلونکی لوبډلشمر دی. تر ویرات کوهلي وروسته د لیست په دویم ځای کې ددې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني شتون لري. ډوهني په ۶۰ لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د روان کال مخکښ منډه جوړونکې لوبغاړي دلته وپېژنئ

د روان ۲۰۲۱م کال ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی تر دې دمه پورې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ویکټ‌ساتونکی او د پيل لوبغاړی محمد رضوان دی. محمدرضوان په ۲۷ لوبو کې ۱۱۸۹ منډې جوړې کړې دي او تر دې دمه پورې د روان ۲۰۲۱م کال ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شمېرل کیږي. له محمد رضوان وروسته د لیست په دویم ځای کې د انګلستان لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی جې‌روټ شتون لري. جې‌روټ بیا په … نور ولولئ
ژوند بڼه

وفاداره مېرمن او بې ژمنې خاوند

لیکنه: عبید افغان افغانه مېرمن چې د تاریخ په اوږدو کې خپل ځان لکه یو مړ وجود او خپل روح زندۍ ګڼي، داسې فکر کوي چې نوموړې پر ټولنې بار او یوه بې پریکړې محدود خوځنده موجود دی. یعنې فقط ساه اخلي بس خلاص؛ هغه څه چې سړي یې ورکوي مکلفه/مجبوره ده چې په پټو سترګو یې ومني. مثلاً د زده کړو حق یې د سړیو سره دی، د نکاح حق یې د سړیو سره … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ نامتو فوټبالر «میسي» د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو. بارسلونا کلب د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا لوبډلې سره نوی تړون وکړي. … نور ولولئ