سپورټ

د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په کابل کې د افغانستان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملې لوبغاړو روزنیز کمپ لومړی پړاو پرون یکشنبه پای ته ورسېد، چې پکې ۲۶ لوبغاړو ګډون کړی وو او پکې په بېلابیلو برخو کې د داخلي روزونکو له لوري ورته روزنه ورکول شوه. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک یاران ته وویل، دې روزنیز تمریناتي کمپ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې دوې اونۍ دوام وکړ، چې لوبغاړو ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د زلزلې پر وخت دغه ټکي په پام کې باید ونیسو

ليکنه او راټولونه زلزله په لغت کې خوځښت او ښورېدو ته وایي او په اصطلاح کې د ځمکې  حرکت او خوځښت ته زلزله وایي. یا په بل عبارت زلزله د ځمکې هغه حرکت دی چې د ځمکې دننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورزونکو غرو له کبله او یا د نورو سببو له کبله رامنځته شي. زلزله په درې ډوله ده: عمودي زلزله، افقي زلزله او موجي زلزله د … نور ولولئ
خوندیتوب

طبي سپارښتنې او معلومات!

ليکنه او راټولونه زخم پرته له پټۍ نه خلاص پرېښودل یوه غلطي ده، صحي خبره داده چې زخم صفا او بیا پټۍ کړی شي چې ژر جوړ شي. په پوزه چې کله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت پرېښودل پکار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي. ګازي مشروبات هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او ګردو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوي، د شکر مرض زیاتوي. د ماشوم لپاره د … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا وروستۍ پنځه لوبلړۍ او ناکامي یې

  د اسټرالیا کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې خپلې کمزورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي. دا لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې شپږم مقام کې ده او بنګله دېش ته د لوبو په بایللو سره یې وضع لا خراب شو.   د اسټرالیا پنځه لوبلړۍ او ماتې یې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې له بنګله دېش څخه د پنځه شل اوریزو لوبو په لړ کې ماته وخوړله. درې لومړنۍ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

 شپږیزې لیګ کې سپین غر لوبډله دا ځل ملي سوداګر عصمت الله سنګین وپېرله

  د شپږیزې کرکټ لیګ اووه پړاوونه ترسره شوي دي، چې دوه ځلې یې اتلولۍ سپین غر، دوه ځلې مِس عینک، دوه ځلې کابل بازان او یو ځل یې اتلولي په ۲۰۱۷ کې بند امیر ښاماران ګټلې ده. سپین غر لوبډله چې د لیګ د تاسیس په وخت کې خورا مخکښه وه؛ په دې وروستیو کې یې خونده تللې ده او لوبې یې ښې نه دي کړي. په ۲۰۱۹ کې لوبډلمشر شفیق الله شفق و؛ … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان اوسنۍ اوضاع او پاکستان سره د کرکټ لوبو برخلیک

  دا چې افغانستان کې اوس حالت نازک دی؛ نو ډېری افغانان له دې حالت څخه کړېږي او له پاکستان څخه ګیله لري. دوی وایي پاکستان طالبان روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره راستوي او دلته یې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره جنګوي. هغه څه چې پاکستان په وار وار رد کړي دي.   د لوبو په اړه د افغانانو نظر ډېری افغانانو پر خپلو ټولنیزو رسنیو ګڼونونو یا اکاونټونو لیکلي دي، … نور ولولئ
سپورټ

میسي په ژړا د بارسلونا لوبډلې سره مخه ښه وکړه

درې ورځې وړاندې په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی. بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي … نور ولولئ
روغه سټه

د بورې خوړولو زیانونه و پېژنئ

بوره هغه ماده چې موږ ټول یې هره ورځ خورو، خو په زیان او ګټه یې نه پوهېږو، دا چې د بورې خوړل د روغتیا له پاره څه زیانونه لري او په کومو ناروغیو مو اخته کولای شي په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي. بوره چې له  لبلبو څخه جوړیږي او له لبلبو څخه یې ویټامینونه او انزیمونه جلا کېږي او بیا وروسته یې له پوډرو څخه بوره جوړبږي، هغه … نور ولولئ
سپورټ

فرهان‌یوسفزی: د پاکستان پر وړاندې بریا د ټولو افغانانو هیله ده

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غور شوې ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د خدای په امانۍ لیدنه ترسره کړه او راتلونکو لوبو ته یې له لوبغاړو سره په غوره لوبو ترسره کولو او په افغاني احساس لوبغالي ته د ښکته کېدو په اړه خبرې وکړې. یاده لیدنه کې فرهان یوسفزي وویل، د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو کې غوره کار کرده‌ګي نه یوازې د ادارې … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام را اړوو

افغان حکومت وايي هڅه کوي د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام راواړوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او ددغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري. دده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې … نور ولولئ