افغانستان

برېټانیا او امریکا د افغانستان په اړه د جي اووه غونډه رابولي

د راپورونو له مخې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه ورسره کړي دي. دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به په مجازي توګه د جي اووه هېوادونو د مشرانو غونډه راوبولي. برېټانیا داسې مهال دغه اقدام کوي، چې دمګړی په افغانستان کې واک له طالبانو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان پر وړاندې د هند بریا، ویرات کولي لومړي مقام خواته روان دی

هندوستان په دویمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په ۱۵۱ منډو ماته ورکړه او کی اېل راهول د لوبې غوره لوبغاړی شو. هندوستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې، ۳۶۴ منډې وکړې، چې کی اېل راهول ۱۲۹، روهېټ شرما ۸۳، ویرات کولي ۴۲ منډې، رېشاب پنټ ۳۷ منډې، روېندرا جدیجا ۴۰ او اېشنټ شرما ۸ منډې وکړې. جېمز انډرسن ۵ وېکټې اخیستې وې. انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۳۹۱ منډې وکړې، ۲۸ منډې یې پر … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي سناتوران: له بایډن د افغانستان په اړه پوښتنې ګروېږنې کوو

امریکايي سناتوران وایي د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي. دده په وینا د امریکا حکومت په تېر شل کلن ماموریت کې تل په خپلسرې توګه پرېکړې کړې او تګلارې یې جوړې کړې دي چې … نور ولولئ
افغانستان

صالح: د افغانستان سرپرست ولسمشر یم 

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د اساسي ‌قانون په اساس هغه د هېواد سرپرست ولسمشر دی او چارې به په مخ وړي. ښاغلي صالح نن سه شنبه په خپل ټویټر لیکلي، چې قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه سرپرست ټاکلی دی. نوموړی زیاتوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صورت کې لومړی … نور ولولئ
سپورټ

د راتلونکې شل اورېز نړیوال جام مهالوېش خپور شو

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.   د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.   دا لوبې به د متحده عربي اماراتو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښځې؛ مبارزه، نن او پرون!

اکثريت ښځې با سواده دي. د ژوند په سختو شرايطو کې يې زده‌کړې کړي دي، زحمت يې ويستلی او هر ډول ستونزې يې ګاللي دي. له ډېرې مبارزې وروسته يې ځانته د خوښۍ زمينه برابره کړې وه، او په هره اداره کې يې دندې تر سره کولې. خپلې ستونزې يې د خپل استعداد او لياقت پر مټ حلولې، په خپلو لاسونو يې د ځان لپاره پيسې ګټې، خپلې ستونزې يې پرې حلولې. چاته هم محتاجه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې مېلمه له کوره بېرته ځي، نو د هغه کور بلاوې او ټول ګناهونه له ځانه سره لرې کوي

مېلمه د خدای دوست دی. حدیث دی، نبي کریم ﷺ فرمایې؛ مسلمان سړي ته روا نه ده، چې د خپل ورور خواته تر هغه پروت وي، څو یې ګناهګار کړي. صحابه‌وو وویل، څنګه یې ګناهګار کړي؟ ده ﷺ وویل، چې د هغه خواته اوسي، خو هغه دومره شی نه لري، چې د ده مېلمستیا پرې وکړي. بل حدیث کې راځي: چا چې د مسلمان مېلمه پالنه وکړه يا يې د هغه کوم حاجت پوره کړ، … نور ولولئ
خوندیتوب

څېړنو ښودلې چې رانجه د ښکلا ترڅنګ د سترګو لپاره ښه درمل هم دي

  رانجه د ښځو د سينګار دوديز ډول دی. د کارولو خاص وخت نه لري، او ښځې وخت ناوخت ور څخه ګټه اخلي او خپلو سترګو ته د رنجو په وسيله ښکلا وربښي. رانجه تر ډېره مېرمنې استعمالوي، نارينه يې يا بيخي نه او يا هم ډېر لږ لږوي. دا مواد له يوې تور رنګې ډبرې څخه چې لومړی ښه ميده شې، منځته راځي. په پښتنه ټولنه کې د ښځو په منځ کې د رنجو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د لیک لوست سره د ماشومانو لېوالتیا اووه پړاوونه

ليکنه او راټولونه لوست د علم او پوهې کیلۍ/ کونجي ده او د تمدونونو د پرمختګ له تر ټولو ښو وسلو څخه شمېرل کېږي. د لوست له لارې انسان کولای شي، چې له پوهانو او لیکوالانو سره اشنا شي او د هغوی له تجربو څخه معلومات ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ورڅخه ګټه واخلي. څښتن تعالی په خپل رالېږل شوي پیغمبر ص لومړنۍ ایت شریف داسې نازل کړ، چې هغه مبارک یې لوستنې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومانو کې د بېلېدو اضطراب یا وېره!

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل یوې ملګرې مې چې وړکتون کې ښوونکې ده کیسه راته کوله ویل یې ډېری ماشومان چې وړکتون ته راځي په لومړیو څو ورځو کې سخت ژاړي، هر څه ورانوي، له هېچا سره هم جوړ نه راځي او له لوبو سره اصلا علاقه نه ښیي. خو د څو ورځو له تېرېدو وروسته نورمال شي اما ځیني ماشومان بیا تر وروستیو پورې همداسې وي او تل یې خوله وازه پاتې وي. … نور ولولئ