افغانستان

سلام ضعیف: طالبان به نظامي کسان بیرته خپلو دندو ته راوغواړي

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او را غوښتلو شونتیا شتون لري. سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري. هغه وویل د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري. د ده په خبره طالبانو چې ملکي مامورين خپلو … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې اعلان او تمریناتې کمپ وځنډاوه؛ علتونه یې

ټاکل شوې وه، پرون جمعه پاکستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې دریو یو ورځنیو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړي، خو د لوبډلې د اعلان ترڅنګ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د چمتوالي تمریناتي کمپ هم وځنډاوه.   علتونه یې   پاکستاني رسنیو د پاکستان کرکټ بورډ په حواله راپور ورکړی، پاکستان ځکه د خپلې لوبډلې اعلان او تمریناتي کمپ وځنډاوه، چې د افغانستان پر وړاندې د دریو لوبو دقیقو … نور ولولئ
سپورټ

راشد د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په سل بالیزه کرکټ لیګ کې ونمانځله

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲یمه کلیزه وه، چې د نورو کلونو خلاف سږ کال ډېره کمه ونمانځل شوه، خو افغان لوبغاړي راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ په پرونۍ لوبه کې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغ پر مخ رسم کړی و او لوبه یې وکړه.   راشد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ټولو هیوادوالو ته هم د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۲یمې کلیزي په پار مبارکې ویلې وه، چې … نور ولولئ
سپورټ

هند کرکټ بورډ IPL سیالیو کې ګډونوالو لوبډلو ته جدي خبرداری ورکړی

د راپورونو له مخې په هند کرکټ بورډ کې د کنټرول څانګې مسئولینو په آی پي ایل سیالیو کې ټولو ګډونوالو اته واړه لوبډلو ته جدي خبرداری ورکړی، ترڅو سبا شنبې ته د خپلو لوبډلو وروستي سکواډونه ورسره شریک کړي. دې ادارې ویلې، ددې کار څخه یې موخه د آی پي ایل پاتې لوبو ته ژر تر ژره چمتوالی نیول دي، خو د لوبډلو مشرانو ددې خبرداري په اړه اندېښنه ښوودلې. د لوبډلو مالکان وایي، … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان په یوه مهمه لوبه کې د ټرېنټ راکېټس لوبډلې ملا تړي

  راشدخان چې په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه د دې لوبډلې تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شوی دی. راشدخان په دې سیالیو کې شاوخوا پنځلس وېکټې ترلاسه کړي دي، چې د ټرېنټ راکېټس لپاره تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی. نوموړي د همدې اونۍ په سر کې په یوه لوبه کې درې وېکټې واخیستې او په شل توپونو ۱۶ منډې ورکړې او لوبډله یې په … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې د توپوهونکی نوی روزونکی څومره بریالی دی؟

  د افغانستان کرکټ بورډ څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د سریلانکا پخوانی توپوهونکی اوېشکا ګوناوردني یې د افغان لوبډلې لپاره د توپوهنې روزنکی ټاکلی دی. د توپوهنې دا روزونکی په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې افغان لوبډله د سپټمبر په لومړۍ نېټه په سریلانکا کې له پاکستان سره د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. افغان لوبډلې د دې لوبو لپاره په کابل کې درې ځلې تمرینات ترسره کړي دي، خو په … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو په کابل کې د ملي او شمشاد ټلویزیون خبریالان وهلي

وسله والو طالبانو په کابل کې هغه خبریالان وهلي، چې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په موخه د ښاریانو د راټولېدنې خبري پوښښ لپاره ورغلي وو. د ملي راډیو ټلویزون خبریال سیدعمر سهار د هندوستان له ZeeNews تلویزون سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو ورسره بده رویه کړې، کمره مېن یې وهلی، د مرګ ګواښونه ورته شوي او کمره یې ترې اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو دا چلند یې غږ نه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د خپلواکۍ ورځې مبارکیانې له ملي بېرغ سره خپرې کړي

  دا چې له نن څخه ۱۰۲ کاله وړاندې د افغانستان د ازادۍ اتل شاه غازي امان الله خان له انګریزانو خپلواکي واخیسته؛ نو له ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ مې نېټې دا ورځ د افغانستان د خپلواکۍ په توګه د ټولو افغانانو لخوا نمانځل کېږي. د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په نولسمه یو ځل بیا افغانانو په داسې حال کې د ازادۍ ورځ ونمانځله، چې نږدې پنځه ورځې وړاندې طالبانو پر افغانستان ولکه … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن او امنیتي ټیم یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي. دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په پایله کې اوس فعال او امن شوی دی. د امریکا د … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې نړیوال جام کې ۸ هغه هیوادونه، چې د لوبډلو توپوهنه به یې قوي وي

هندۍ ورزشي رسنۍ کریک ټرېکر راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ د هغه لوبډلو په اړه څېړنه کړې، چې توپوهنه به یې غوره وي.   د یادې څېړنې په اساس د تېر پنځوس اوریزه نړیوال جام ګټونکې او د تېر شل اوریزه نړیوال جام دویم مقام ګټونې لوبډله انګلستان ترټوله غوره لوبډله بلل شوې، چې د ۱۰ نمرو له ډلې ورته ۹،۵ نمرې ورکړل شوي.   ۱- انګلستان ۹،۵/۱۰   په … نور ولولئ