افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د پرمختګ مخه ونېسي

افغان ځواکونو باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخنیوی وکړي. د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي. لویډ … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي په سل توپونو سیالیو کې غوره توپ اچونه وکړه

  د سل توپونو سیالیو په دویمه لوبه کې محمدنبي عیسی خېل د لندن سپایرېټ لوبډلې په ګټه ولوبېد. نوموړی په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد. هغه په شل توپونو شل منډې ورکړې، چې په هر توپ یې یواځې یوه منډه ورکړې ده او یوه وېکټ یې هم ترلاسه کړه. تر اوسه په داسې کمه ایکانومي توپ اچونه کوم بالر نه ده کړې، خو محمد نبي عیسی خېل د کمو منډو ورکولو بنسټ جوړ … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا غبرګون: د طالبانو خبرې بیځایه دي، افغان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي. د نوموړې په خبره افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا طالب مشرانو ته: خپل جنګیالي مو ژر تر ژره له روان تاوتریخوالي منعه کړئ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالب مشران باید خپل وسله وال د بشري حقونو له نقضولو راوګرځوي. د وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر زیاته کړې چې که څه هم طالبان وایي چې افغان ژباړونکي او هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی دی خوندي دي خو په خبره یې، … نور ولولئ
خوندیتوب

ځواني دانې؛ لاملونه او درملنه

ليکنه او راټولونه ځواني دانه یوه عامه ناروغي ده چې د پوستکي د دانو په منځ ته راتللو سره معلومېږي. ځواني دانې د پوستکي یوه التهابي ناروغي ده چې د پوستکي د داغونو لامل ګرځي. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پایله کې منځته راځي، چې د پوستکي د سطحې د وړو سوریو او وېښتانو د ریښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېری دا ډول داغونه پر … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: که له افغانستان د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا شو ژر به اقدام وکړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي وو او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي. نوموړي له ام‌ایس‌ان‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې د دوی ټوله توجه افغانستان ته ده، … نور ولولئ
سپورټ

جاپان کې د افغان لوبغاړو په ګډون د اُلمپيک سیالۍ پيل شوې

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی پرون جمعه «د جولای په ۲۳مه» په یو لړ خاصو مراسمو سره پيل شوې. په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي. دا سیالۍ چې پرون … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله او درې سیالۍ

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یوورځنیو لوبو ته پرون جمعه خپله ۱۷ کسیزه لوبډله د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ اعلان کړه. په دې لوبډله کې صدیق‌اتل، شاهد کمال، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي او عبدالرحمن هغه ځوان لوبغاړي دي، چي د لومړي ځل لپاره ملې لوبډله یې د یوورځنیو لوبو په سکواډ کي اخلي، خو بل پلوه د ملې لوبډلې دوه پخواني لوبډلمشران ګلبدین نایب او اصغر افغان په یاده … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له جو بایډن سره غږېدلی

ولسمشر غني او جو بایډن د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. ولسمشر غني په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني مکالمه لرله او په دې مکالمه کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. د ولسمشر په خبره بایډن ژمنه ورسره کړې چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې حساسو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خندا د هر مرض دوا ده

  الله تعالی زموږ د خوښیو لپاره موږ ته ډېر څه راکړي، خو که موږ یې په خپل شاوخوا کې د لیدلو لپاره له سترګو، د محسوس کولو لپاره له حسه او د تر لاسه کولو لپاره له همته کار واخلو. ـ ژوند هېڅ چا ته نه ورکوي، بلکې ترې اخیستل کېږي، هغه که له ماتې بریا وي او که په خفګان کې مسکا. مثلا؛ فرض کړئ، له یو چا ډېره کرکه لرو. کرکه به … نور ولولئ