په زړه پورې

عربان؛ اوبه له هغه ځایه څښئ، له کوم ځایه چې یې اس څښي

ځینې ​​عربي متلونه خورا په زړه پوري او ښوونکي دي. عربان وايي: اوبه له هغه ځایه څښئ، له کوم ځایه یې چې اس څښي؛ ځکه چې د اسونو نسل په ناپاکو اوبو کې خوله نه ښکته کوي یا نه څښي. ـ که غواړئ په ارامه ډول ویده شئ ، نو کټ مو هغه ځای جوړ کړئ، چیرې چې پیشو خوب کوي، ځکه چې پیشو تل یو پر سکونه/ ارامه ځای غوره کوي. ـ هغه مېوه … نور ولولئ
خواړه

پلاستیکي لوښي کارول کومې ستونزې پیدا کوي؟ 

ژباړه پلاستيکي لوښي سپک او نه ماتېدونکي وي. نو ډېری کورنۍ په دغو لوښو کې ډوډۍ خوري. په داسې حال کې چې پلاستيکي لوښي روغتیا ته بالقوه زیانونه لري. کېدای شي د دې لوښو د کارونې له امله بېلابېلې ناروغۍ انسان ته پیدا شي؛ لکه: بېخوبي، ستړیا او ستوماني، کله کله هم د سرطان لامل ګرځي. پر ورغتیا د پلاستیک اغېز: بیسفینول هغه زهري مواد دي چې په وجود کې نه جبرانېدونکي‌ ګډ وډۍ رامنځته … نور ولولئ
روانې سلامتي

له خپګانه د خلاصون ۱۰ لارې

۱- تر یو څو ساعتونو ډېر په کور کې مه کېنئ. ۲-د اړینو پرېکړو پر وخت له نورو سره مشوره وکړئ. ۳-سهار چې له خوبه پاڅېدلئ، که مو حوصله هم نه درلوده، هرومرو ولامبئ. ۴- د هر ډول مخدره توکو کارونه بنده کړئ. ۵- که مو اشتها خرابه شوې یا بیخي نشته، ځان د هر شي خوړلو ته مه اړ کوئ. پر ځای یې داسې څه وخورئ چې وړې وړې مړۍ ترې وکړی شئ؛ لکه … نور ولولئ
خوندیتوب

هېواد کې د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې پېښې ثبت شوي

روغتیا وزارت د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته اوس په افغانستان کې د ‘تور قارچ’ا ناروغۍ د پراخېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی وايي، چې په ټول هېواد کې تر اوسه د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې. که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو روغتیایي چارواکي یې په هېواد کې د چټک خپرېدو ته اندېښمن دي. د روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: تر راتلونکو دوو میاشتو خپل ټول سرتېري وباسو

امریکا غواړي خپل ټول سرتېري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له افغانستان څخه وباسي. راپورونه وایي چې د ټولو سرتېرو د وتلو د پای نېټه د راتلونکې اګسټ میاشت ټاکل شوې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکې رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو ستره اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته سپارلې ده او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو ټول سرتېري له افغانستان څخه ووځي. نوموړې دا … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د ځپلو خبرداری ورکړی

د پاکستاني پارلمان غړو ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو خبرداری ورکړی دی. یو شمېر پاکستاني قانون جوړونکو د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتو رییس ویلي چې ښایي په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو مسئله سخت غبرګون هم ولري، نو پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

د بګرام اډې ځينې برخې د خلکو له خوا لوټل شوې

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډې ځینې برخې لوټل شوې دي. د بګرام ولسوال لالا شېرین رووفي ویلي، چې له دغې اډې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د سیمې یو شمېر خلک یاد میدان ته دننه شوي او ځيني وسایل یې وړي دي، خو امنیتي ځواکونو د هغو مخه نیولې او د دې موضوع په تړاو یې دوه تنه نیولي دي. د بګرام ولسوال په دې اړه چې خلکو څومره … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کرکټ لیګ ته ۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د سریلانکا هیواد د کرکټ کورني لیګ «lanka premier league» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې ددې لیګ دویم پړاو بولي ته یې نوملیکنه کړې. په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د لانکا پرېملیګ سیالیو ته د افغانستان په ګډون د ۱۱ هیوادونو څخه لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو ددې لیګ په اعلامیه کې د افغانستان، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ‌انډیز، اسټرالیا، بنګله‌دېش، زیمبابې، … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونو نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه

د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه اسپانیا د سویزرلینډ او ایټالیا بیا د بلجیم فوټبال لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې اسپانیا او ایټالیا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره پيداکړه.   د اسپانیا او سویزرلینډ لوبه   دا لوبه تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ۹۰ دقیقي یو ګول په مقابل کې د یو ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده، … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان د زوال پر لور

نږدې څلور ورځې وړاندې کرکټ بورډ وویل چې ډېر ژر به د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکي او د دې موقف لپاره نجیب الله ځدران او رحمان الله ګربز انتخابونه بلل شوي دي. د اصغر افغان یواځینۍ هیله اصغر افغان ډېره خواري وکړه چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري واخلي؛ خو تر دې دمه یې مثبت ځواب نه دی اورېدلی. د هغه یواځېنۍ هیله همدا وه چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شي او … نور ولولئ