په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو کوچنۍ غوا د بنګله دېش په یوه فارم کې لیدل شوې

د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې ته څېرمه د شکور اګرو فارم مالک حسن هولدار په دې ورستیو کې د دې ادعا کړې ده، چې د ده په فارم کې د مړۍ په کچه تر ټولو کوچنۍ غوا شتون لري. حسن هولدار د ګینیس نړېوالو ریکارډونو ته یو لیک هم وړاندې کړې ده، او د ده غوښتنه یې کړې، چې د ده په فارم کې د راني په نوم د هغه غوا لیدنه وکړي، چې ډېره … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریز کرکټ کې د زیاتو لوبو ګټل؛ افغان لوبډله هم ځلېدلې

که څه هم له ۲۰۱۹ کال راهیسې افغان لوبډلې خورا کمې لوبې کړي؛ خو بیا هم په تېرو لسو کلونو کې دې لوبډلې ډېر پرمختګ کړی او زیاتې شل اوریزې لوبې یې ګټلي دي. دلته د هغو لوبډلو په اړه معلومات درکوو، چې په شل اوریز کرکټ کې ښې لاسته راوړنې لري. افغان لوبډله او د شل اوریزو لوبو ګټل دې لوبډلې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی، چې د … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې رد کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې رد کړې، چې ګنې د پاکستان پوځ سپین بولدک کې د افغان هوايي ځواک د اقدام خبرداری ورکړی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان قلمرو کې د خپلو نظامیانو او خلکو ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو تیاری لري. د یادونې ده چې د پاکستان په اړه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو په … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: زموږ سرتېري اشغالګر نه بلکې د افغانانو ملګري دي

د ترکیې د دفاع وزیر خلوسي اکار وسله والو طالبانو ته په ځواب کې ويلي، ترکي سرتیري اشغالګر نه دي بلکه دوی د افغانانو ملګري دي. طالبانو په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت د اوږدېدو پر وړاندې ګواښ کړی وو. اکار د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی.‌ ترکیې رسنیو د دفاع د وزیر خلوسي اکار له خولې ویلي، … نور ولولئ
افغانستان

نبیل: که صالح رښتیا وایي حکومت باید رسمي اعلامیه خپره کړي

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو ګڼ غبرګونونه پارولي دي. صالح تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک افغان پوځ او هوايي ځواکونو ته رسمآ اعلان کړی چې د سپین بولدک لاره کې د افغان طالبانو د شړلو لپاره هر ډول حرکت به يې د دوی له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شي. د صالح دې څرګندونو ته د ملي امنیت … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبانو ته ځینې تسلیم شوي افغان پوځیان یې ونېول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، یو شمېر افغان پوځیان چې طالبانو ته تسلیم شوي و او غوښتل یې پاکستان ته واوړي نیول شوي دي. صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغو افغان پوځیانو ته طالبانو خطونه/پارچې ورکړې وې چې وکولای شي پاکستان ته ولاړ شي. صالح دا ادعا هم کړې چې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو له سرحدونو نیولي د ښارونو تر منځه چمتووالی نیولی چې د طالبانو دغه خطونه … نور ولولئ
افغانستان

محب: په دوحه کې له طالبانو سره خبرې به اوسني وضعیت ته تغیر ورکړي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دوی د تمې خلاف د ولسوالیو تر نیولو وروسته د سرحدونو د نیولو هڅه پیل کړې ده او په چټکۍ د دغې ډلې پرمختګ د حیرانۍ وړ دی. نوموړي د امریکا له ملي راډيو سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر سوداګریزو بندرونو په نیولو کې چټک عمل کړی دی. … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: د جګړې له امله د انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي

افغان حکومت وایي د جګړو له امله د لسګونه انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي. د افغان حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رییس او همدا راز د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي چې جګړو د افغان هرې برخې ته زیان اړولی دی. دده په وینا دمګړی په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۱۲ انکشافي پروژو کارونه د جګړو له امله ځنډېدلي دي او همدا راز لسګونه … نور ولولئ
سپورټ

شل‌اوریزه لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې ویکټې اخیستې؟

د افغانستان لپاره په شل اوریزه سیالیو کې راشدخان ارمان تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې ۹۳ ویکټې اخیستې دي. راشدخان ارمان دا ویکټې په ۵۰ شل اوریزه لوبو کې اخیستې او ملې لوبډلې سره یې د شل اوریزه سیالیو پيل په ۲۰۱۵م کال کې وکړ. تر راشدخان وروسته محمدنبي هغه لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې د افغانستان لپاره زیاتې ویکټې اخیستې دي. نبي په ۸۱ شل اوریزه سیالیو کې ۷۲ ویکټې … نور ولولئ
سپورټ

جېمز وېنس؛ فکر مې نه کاوه، چې داسې وخت به راځي، چې پاکستان به زما په سلیزه ماتېږي

  د انګلستان توپوهونکي جېمز وېنس چې په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې یې د انګلستان لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو اتل او درې د صفر پر وړاندې د سیریز وړونکي رول ولوباوه، په خپله مرکه کې ویلي، چې فکر مې نه کاوه چې داسې وخت به راځي چې پاکستان به زما په یوه مهمه سلیزه ماته خوري. هغه د سه شنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې … نور ولولئ