د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو لارې چارې

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدل شوی ماشوم څنګه او څه وخت و وينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې وينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی. د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو … نور ولولئ
سپورټ

د PSL لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله او پکې د دوو افغان لوبغاړو شتون

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې … نور ولولئ
افغانستان

هند: په افغانستان کې د پاکستان له کړنو ټوله نړۍ خبره ده

هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل. په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

نوی زېږېدل شوی ماشوم؛ د خوب وخت او د ساتنې لارې چارې یې

کېدای شي د هغو میندو په ژوند کې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي د ماشوم له زېږون سره سم يو توپان رامنځته شي او په خپل ژوند کې ډېر بدلونونه ومومي ځکه چې ډېری هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې له خپل نوي زېږېدل شوي ماشوم نه څه ډول ساتنه وکړي؟ يوه ښځه کله چې ماشوم زېږوي هم خپله ناروغه وي او درملنې ته اړتيا … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ نړیواله اتلولۍ کې ایشواین ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ په اړه جذیات   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې. ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان PSL لیګ کې جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو تېره شپه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی. کله چې پېښور زلمي لوبډله د … نور ولولئ
کلتور او هنر

خوب – هدیره کې د شپې ښوونځی !

وختونه وروسته سره راټولې شوي وو، د شنو چایو، ګوړې او پېښورو مومپلیو مجلس جوړ ؤ. یو کوچنی په وارخطایۍ او ویرجنه څهره خونې ته رادننه شو، مخ یې ګلالۍ ته ورواړاوه او په ساه لنډۍ یې ورته وویل: ګلې خور! ګلې خور! بام ته ختلی وم، ومې لیده چې کېږدۍ مو اور اخیستی، کلي کې مو ځای ځای د اور لمبې لیدل کېږي او جونګړې مو سوځي. د ګلالۍ له لاسه د چایو پیاله … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي بلاسټ کې دوه وېکټې واخیستې او لوبه یې وګټله

د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو لوبوکې افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا خپل جادو وښود او غوره توپ اچونه یې وکړه. تېره شپه دورهم لوبډله د نارتمټن شایرلخوا په ۹ وېکټو ماته شوه او نارتمټن شایر لوبډلې په اوو لوبو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه. دورهم لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ وېکټو په نقصان سره ۱۵۷ منډې وکړې، چې شان ډېکسن پکې ۵۱ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ملګري مسخرې راباندې کوي؛ څنګه یې حل پیدا کړو !

ملګري مسخرې راباندې کوي! له مسخرو، خبرو او له ملګرو وېره، پر دې اړوند اندېښنه پر دې مانا ده چې ستاسې په بدن او شخصیت کې ګڼې ستونزې شته چې ستاسې د ناارامی، سټرس اندېښنې لامل ګرځي. دلته په ټولیز ډول د پر ځان باور مسئله مطرح ده چې ښایي له خندا نه ځورېدو سره سره ګڼې نورې ستونزې هم رامینځته کړي. هغه کسان چې یاده ستونزه لري ښایي یوه لویه ستونزه یې د پر … نور ولولئ
سپورټ

پېښورزلمي لوبډله د درېیم ځل لپاره پایلوبه کې ماته شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پایلوبه کې ملتان سلطان پېښورزلمي ته ماته ورکړه او اتلولي د لومړي ځل لپاره ملتان سلطان ترلاسه کړه. پېښورزلمي لوبډلې څلورځلې پایلوبې ته لار موندلې ده، چې ۲۰۱۷ کې یې اتلولي ګټلې وه او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې یې په پایلوبو کې له اسلام اباد او کوېټې څخه ماتې خوړلې وې. دا درېیم ځل شو، چې دا لوبډله په پایلوبه کې ماتېږي او روان ۲۰۲۱ کې یې د ملتان … نور ولولئ