روغه سټه

د پوستکي د وچوالي د له منځه وړلو لپاره ځينې ماسکونه

په معمولي ډول هغه کسان چې د مخ د پوستکي له وچوالي سره مخ دي د خپلې دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره له درملو نه ګټه اخلي، دا منو چې درمل تر ډېره د مخ د پوستکي د وچوالي په له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو ځينې ځينې وخت درمل د انسان پوستکي ته ځينې ستونزې هم زېږولای شي. نو ښه به وي چې د مخ د پوستکي د وچوالي لپاره د … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د خپل ۱۳ کلن زوی سره څه ډول چلند وکړو؟

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې نوی ځوان او یا ۱۳ کلن زوی مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې زوی مو هغه پخوانی زوی نه وي او يا کوم بل کس د خپل زوی په څېره کې وينئ. په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ، ځکه په دې عمر کې ستاسو ماشوم هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ، نو ښه … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

له خپلې ۱۳ کلنې لور سره څه ډول چلند وکړو؟

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې ۱۳ کلنې لور مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې لور مو هغه پخوانۍ لور نه وي او يا کوم بل کس د خپلې لور په څېره کې وينئ. په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ ځکه په دې عمر کې ستاسو لور هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ. نو ښه ده چې له خپلې … نور ولولئ
افغانستان

مکینزي: که افغان حکومت وغواړي، دوی به په افغانستان کې خپل سفارت وتړي

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکایي سفارت د امنیت مسوولیت پر افغان حکومت دی او په خبره یې دغه هېواد ژمن دی چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي. دده په خبره له دې هر څه سره امریکا کولی شي خپل سفارت په کابل کې وتړي، خو هغه مهال چې دا د افغان حکومت غوښتنه وي او یا د … نور ولولئ
خوندیتوب

هغه سینګاریزه بې غوري چې د سترګو شاوخوا ګونځې پيدا کوي!

که څه هم د سترګو شاوخوا ګونځې د زړښت له امله وي، خو تاسې به داسې ډېر کسان لیدلي وي، چې عمر یې له شلو لا اوښتی نه وي، خو د دوی د سترګو شاوخوا ګونځې راښکاره شي. په دې لیکنه کې په هغه سینګاریزې بې غورۍ چې د سترګو شاوخوا ګونځې پيدا کوي غږېدلي یو: ۱ـ د سترګو شاوخوا د لمر ضد کریمونو نه استعمال؛ د لمر وړانګې نه یوازې دا چې د سترګو … نور ولولئ
خوندیتوب

د لاسونو رېږدېدل؛ دا ناروغۍ یې لامل کېدای شي

راټولونه زیاتره کسان د پرېشانۍ پر مهال د لاسونو لړزه لري او ځینې کسان بیا پرته له پرېشاني. د لاسونو لړزېدل بېلابېل ډولونه او لاملونه لري چې په دې لیکنې کې ټولو ته اشاره شوې ده. د لاسونو لړزه او خوځښت په داسې حال کې چې د انسان په کنټرول نه وي په طبي اصطلاح یې د ناروغۍ نوم د لاسونو لړزه نومېږي. د لاسونو یا د بدن نورو غړو لړزېدل یوه عصبي ناروغي یا … نور ولولئ
سپورټ

فاف ډوپلیسي؛ د شل اوریزو لیګونو زیاتوالی نړیوال کرکټ ته ستر ګواښ دی

  د سویلي افریقا لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ غوره توپوهونکي فاف ډوپلیسي په یوه مرکه کې ویلي، چې د شل اوریزو او لس اوریزونو لیګونو زیاتوالی نړیوال پنځوس اوریز او ټېسټ کرکټ له ګواښ سره مخ کوي. هغه د شل اوریزو سوداګریزو لیګونو او د نړیوال کرکټ ترمنځ د توازن خبره کړې ده، د هغه په اند په اوس وخت کې سوداګریز لیګونه تر نړیوال کرکټ زیات دي. نوموړي ویلي دي: … نور ولولئ
سپورټ

په فعالو کرېکېټرانو کې زیاتې وېکټې اخیستونکي لوبغاړي

  د کرکټ په نړۍ کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تکړه کرکټ لوبغاړي لوبېږي، د دغو لوبغاړو په منځ کې ځېنې چې لا هم په نړیوال او یا هم سوداګریزونو لیګونو کې لوبېږي، دغو لوبغاړو کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې تر ټولو یې زیاتې وېکټې واخیستې. جېمز انډرس د انګلستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی. ده په ټول … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته اډې ورکوي

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده. راپور کې وړاندې راغلي، د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام … نور ولولئ
پوهنه

د ماشوم پر ځان باور ولې ټیټېږي؟ – مرکه

په ښوونځیو پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د پر ځان باور مسئله ډېره مطرح وي، ځکه همدې پړاوونو ته د رسېدو پر مهال د پر ځان باور ستونزه مطرح کېږي یاني د ژوند په دې پړاوونو کې د لومړي ځل لپاره ماشومان، نوي ځوانان او ځوانان د ټولګي مخته خبرې کوي، درس تشریح کوي، پوښتنې کوي، ځواب ورکوي، ملګري پیدا کوي او ټولنیزې اړیکې پراخوي دا چې دوی ولې په یادو برخو کې ستونزې … نور ولولئ