خوندیتوب

شین چای د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ګټور دی

  که څه هم افغانستان ته د کورونا وبا د رارسیدو سره سم د تور چای هر اړخیزې شخصي تجربې او یا هم کاذبي اوازي تودي سوژې وي، خو اوس تازه ځینې څېړنې د شین چای ګټې بیانوي. ـ د نړۍ ډېری هېوادونه لاهم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اخته کېدو کې دي او اوس یوې نوې څیړنې موندلې چې شین چای په دې ناروغۍ کې خورا ګټور کیدای شي. دا څېړنه په انګلستان کې د … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: بین الافغاني مذاکرات دې په لوړه کچه چټک کړل شي

ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. د نوموړې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیزي لوبغاړي به د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې ونه لوبېږي

د هندوستان او ویسټ انډیز د کرکټ بورډونو ترمنځ خبرې روانې دي، ترڅو د ویسټ انډیز لوبغاړو ته د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې د لوبېدو اجازه ورکړي. د مې په ۲۹ مه د هندوستان کرکټ بورډ ځانګړې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د آی‌پي‌اېل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې به په دوبۍ کې ترسره شي او دوی په دې اړه د بهرنیو کرکټ بورډونو سره په اړیکه کې دي، څو یې لوبغاړي په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان لپاره د چهارشنبې ورځ ځانګړې وه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د افغان کرکټ ستوري راشدخان په بریالي مزل پیل شوې. د سه شنبې په ورځ یاران لیکنه خپره کړه، چې راشدخان په دوبۍ کې زیاتې لوبې کړي او ښې لاسته راوړنې لري؛ نو د چهارشنبې په ورځ به ریکارډي لوبه د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې ترسره کړي، همداسې وشول. د راشدخان ۸۰ سلنه بریالۍ لوبې د لاهور قلندرز لوبډله د چهارشنبې په ماخستن … نور ولولئ
روانې سلامتي

د سګرېتو پر پرېښودو د سپورټ اغېز؛ څلور دليلونه

سپورټ د‌ دې لامل کېږي چې د انسان بدن د خوښۍ هورمونونه ترشح وکړي، له همدې امله سپورټ کول له موږ سره مرسته کوي چې په اسانۍ سره د سګرټ څکول پرېږدو. په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه معلومات درکړو چې د کومو دليلونو له مخې سپورټ له انسان سره د سګرټو د څکولو په پرېښودو کې مرسته کوي. د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ! لومړی: سپورټ د سګرت پرېښودو لپاره د … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان جالیبه توپ‌اچونه او د حیدرباد لوبډلې ستاینه یې

د راشدخان ارمان ترټولو په زړه‌پوري توپوهنه   څلور کلونه مخکې په همدې ورځ راشدخان ارمان د خپلي جالیبې توپ‌اچونې په مټ نړیوال حیران کړل او یاده توپ‌اچونه یې د خپل ژوند تر ټولو په زړه‌پوري او غوره توپ‌اچونه ده، چې ددې ترڅنګ په نړیواله سطحه بیا څلورمه غوره توپ‌اچونه ده. د ۲۰۱۷م کال د جون میاشتې په همه نېټه افغان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې یودبل پر وړاندي د یو ورځنیو لوبو د … نور ولولئ
افغانستان

په وردګو کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې غوښتل د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي. د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷مې لوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې تایید کړې چې یوه ام ای-۱۷ ډوله چورلکه یې په وردګو ولایت کې لوېدلې ده. سرچینې زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو غوښتل هلته عملیات ترسره کړي، خو دغه پېښه رامنځ ته شوې او درې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان «PSL» لیګ کې زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي

د پاکستان سوپرلیګ   د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، نن چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي. د پاکستان پي ایس لیګ به نن چهارشنبه ماښام ۸ بجې «د جون میاشتې په نهمه نېټه» د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې. په لومړۍ لوبه کې نن ماښام اته نیمي بجې لاهور قلندرز او … نور ولولئ
افغانستان

بغلان: وسله والو د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۲۶ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

ناپېژانده وسله الو په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ګڼ کارکوونکي وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر دفتر د ناپېژانده وسله والو له لوري برید شوی دی چې له امله یې لس کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. د بغلان ځايي چارواکي وايي چې دا برید وسله والو طالبانو … نور ولولئ
روانې سلامتي

اکشی کمار د خپل ناکامه فلم دويمه برخه جوړوي

اوه مای ګاډ۲ به د اکشي کمار راتلونکی فلم وي. اوه مای ګاډ چې په پښتو کې د اوه زما خدايه مانا ورکوي د هغه فلم نوم دی چې په ۲۰۱۲ز کې ريلېز سو،اکټینګ یې د فلم پوهانو له لورې فوق العاده وبلل سو خو د ناکامه فلم لقب يې خپل کړ. اکشی کمار به يوځل بيا ددې فلم ددويمې برخې هېرو وي خو د پرېش راهول پرځای به پنکاج تريپاتي رول ادا کوي او … نور ولولئ