سپورټ

سید‌اجمل: راشدخان د نړۍ په کچه غوره توپ‌اچونکی دی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني سلو توپ‌اچونکي او ددې هیواد په روان سوپرلیګ کې د اسلام‌اباد یونایټیډ لوبډلې روزونکي سید‌اجمل په خپله تازه مرکه کې ویلې، راشدخان ارمان ډېره ښه توپ‌اچونه کوي، چې د نړۍ په کچه اوس هغه یو غوره توپ‌اچونکی دی. سید‌اجمل د کریک‌ویک پاکستانۍ ورزشي ویب‌پاڼې سره په خپلې تازه مرکه کې ویلې، راشدخان د غورې توپ‌اچونې څښتن دی، نو باید توپوهونکې یې احترام وکړي او دده پر واندې توپوهنه … نور ولولئ
خوندیتوب

د خفګان څلور مهم عوامل

  خفګان يوه طبیعي ستونزه ده،کله چې يو کس په دوامداره ډول د غم او خفګان احساس وکړي او تر دوه اونيو زيات دوام وکړي په دې صورت کې د خفګان مسئله مطرح کېږي. په دې ليکنه کې مو څلورو هغه فکتورونو ته اشاره کړې چې د يو کس د خفګان سبب ګرځي. د ژوندانه بوجونه:کله چې د يو کس مړينه يا د ژوند بڼه کې تغیيرات يا هغه کسان چې مجبور دي د کار … نور ولولئ
ژوند بڼه

ولې ځينې نږورګانې وروسته له واده جلا کېږي؟

دا چې پښتنې کورنۍ اکثره ګڼ نفوسې وي، او تعداد یې حتا دېرش او څلوېښت تنو رسېږي؛ یو ځای اوسېدل یې یو شمېر ستونزې راولاړوي لکه: بې ځایه ګڼه ګوڼه، کارونو ته نه رسیدنه، د کار ډېروالی، غېر سالم رقابتونه او … خو ټولې کورنۍ بیا دومره ګڼې نه دي او نفوس له شپږ نه واخله بیا تر لسو شاوخوا رسېږي؛ چې دا نسبتا د ژوند لپاره مناسب تعداد دی او تر دې که نور … نور ولولئ
پوهنه

لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې

  د کورنۍ ټول غړي خصوصا میندې او پلرونه دا دنده لري چې خپل کوچني اولادونه د شرعي مکلفیت په نږدې کېدو سره لمانځه ته وهڅوي. که چېرې له کوچنیوالي ماشوم پر دې پوه نه کړل شي چې لمونځ غوره عبادت او د الله ج د حکم تر څنګ هغه پیرزوینه ده چې زموږ معنوي ګټې پکې نغښتې دي، ماشوم مو بې‌غوره او بې‌ پروا لویېږي. لمونځ ډېرې ګټې لري. دلته ځکه خبرې نه پرې … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبغاړي چې د توپوهونکو کېچونه یې غورځولي او لوبډلو یې درانه پورونه پرې کړي

  په کرکټ کې یوه اصطلاح ده، چې ټېک د کېچ وېن د مېچ، یانې کېچ واخله او مېچ وګټه. یا موږ وایو چې کېچونه مېچونه ګټي، دا رښتیا هم ده کله چې یو ښه او با تجربه لوبغاړي څخه د بالر په هنر کېچ ووځي او ډګر ساتونکی یې ډراپ کړي، نو د ډکر ساتنې لوبډله بیا ستر پور پرې کوي. دا لوبډله یا له پوره ستونزه سره مخ کېږي او یا هم لوبه … نور ولولئ
افغانستان

اردوغان: ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت منلو ته چمتو ده

اردوغان وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی. دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره … نور ولولئ
روغه سټه

د غاښونو د تورېدو لاملونه او درملنه یې

په تانده ځوانۍ کې د سپینو غاښونو تورېدل، ټولو ځوانانو ته کرکجن ایسي. ډېری ماشومان هم د غاښونو له درد او توروالي شکایت لري. دا چې لاملونه یې څه دي او څه ډول غاښونه پر خپل روغ حالت پاتې کېدلی شي، دې لیکنه کې یې راسره ولولئ! د غاښونو تورېدل دوه ډوله لاملونه لري، یو یې بهرني او بل یې دننني/ذاتي لاملونه دي. بهرني لاملونه یې: د غاښ د مینا ژوبلېدل. لکې/ خاپونه. تارتار جوړښت. … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلېنډ په تېرو ۲۲ کلونو کې له انګلستان څخه په انګلستان کې ټېسټ لوبلړۍ وګټله

د نیوزیلېنډ او انګلستان ترمنځ ټولې ۱۰۷ ټېسټ لوبې شوي دي، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې نیوزیلېنډ په انګلستان کې له انګلستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ ګټي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان کال د جون په دویمه د انګلستان په کوربتوب د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل شوه. لومړۍ لوبه مساوي یا ډرا شوه او دویمه لوبه کې بیا نیوزیلېنډ بریالی شو، چې د انګلستان لوبډله ماته شوه. … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان او نوین الحق نه ځلېدلو یې لوبډلې ماتې سره مخ کړې

د پاکستان سوداګریزو لوبو په دوام د لیګ په ۲۰ مه سیالۍ کې لاهور قلندرز لوبډله د اسلام لخوا ماته شوه او په بلاسټ سیالیو کې د لېسېسټرشایر لوبډله د دورهم لخوا له ماتې سره مخ شوه. اسلام اباد لوبډله په لومړیو کې له سختو ستونزو سره مخ شو، پنځه لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل؛ خو د اصف علي او افتخار باثباته توپوهنې لوبډله راژوندۍ کړه. افتخار احمد په ۳۷ توپونو ۴۹ منډې وکړې او … نور ولولئ
خوندیتوب

څنګه کولای شو يو روږدی انسان له نشه‌يي توکو راوګرځوو؟

غږ: استاد عظیمي لیکنه: صدیقه پوپلزۍ لومړی اړینه خبره داده چې یو انسان ولې روږدی کېږي؛ لامل یې څه دی؟ ښایي د ناسالمه اړیکو، ماتې، پر ځان ټیټ باور، بې شمېره پیسو، کم عمر او ناپوهۍ له امله په یاده ستونزه کې نښتی وي او ورو ورو له کنټروله وتلې وي. کله چې یو کس روږدی کېږي نو باید په ژوره او بشپړه توګه وارزول شي ترڅو یې لامل پیدا شي چې، د کومې ستونزې … نور ولولئ