سپورټ

د حضرت الله ځاځي نوې مرکه؛ له هېڅ بالر وېره نه لرم

  حضرت الله ځاځی چې اوس د پاکستان په سوداګریزو لوبو کې د پېښورزلمي لپاره لوبېږي، په دوو لوبو کې یې ۶۳ منډې کړي دي او تر دېرشو یې کم توپونه لوبولي. نوموړی په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغې د خبرونو سرټکی شو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې د پېښور زلمي په ګټه په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه وکړه او کراچۍ کېنګز لوبډله یې ماته کړه. هغه له وي او اې ډېوه راډیو … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ غوره الراونډر له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه

  کېوېن اوبراین چې د نړۍ په کرکټ او په ځانګړي ډول د ایرلېنډ په کرکټ کې ځانګړی نوم و، د جمعې په ورځ یې له کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه. نوموړي ویلي دي چې « د ایرلېنډ لپاره له پنځلس کلن کرکټ وروسته غوره وخت دی، چې خپل تقاعد اعلان کړم». هغه ۳۷ کاله عمر لري او په ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې به د ایرلېنډ لپاره لا لوبو ته دوام ورکړي. … نور ولولئ
سپورټ

د سي‌پي‌اېل نېټه د هندوستان د کرکټ بورډ په غوښتنه بدلېږي

  تمه وه چې د کرابیئن یا ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۲۸مه پیل شوې وای؛ چې له دې امله یې د هندوستان لوبو او آی‌پي‌اېل سیالیو کې د لوبغاړو د لوبېدو ستونزه رامنځته کېده. د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې په سپټمبر کې پیلیږي او پاتې ۳۱ لوبې به یې ترسره شي. څه موده وړاندې ځېنو رسنیو اعلان کړی و، چې د ویسټ انډیزلوبغاړي په پاتې آی‌پي‌اېل سیالیو کې نشي لوبېدای او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا غږ: پاکستان کې د افغان طالبانو لپاره چندې زیاتې شوي

امریکا غږ انګلیسي برخې په یوه راپور کې ویلي چې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي. په دغه راپور کې راځي چې طالبان په دې پیسو په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې هېڅ … نور ولولئ
خواړه

هغه مېوې چې زړي يې زهري وژونکي دي 

د بيولوژي پوهانو د ځينو مېوو يادونه کړې، چې زهري زړي لري او په هېڅ وجه بايد ونه خوړل شي. د العربيه په حواله، روغتياپال محمد ايهاب فواد، د مصر د چاپېريال پېژندنې څېړنيز مرکز رييس، وويل: “د ځينو مېوو زړي هايدروسيانيک لري، چې خطرناکه بې رنګه مايع او معدني اسيد دى، چې پروسيک prussic اسيد نومېږي او کولاى شي شديد مسموميت رامنځته کړي.” دا زړي د زردالو، الو، شفتالو، مڼې او ترخه بادامو دي. … نور ولولئ
افغانستان

قریشي:د پاکستان سیاست تغیر کړی، اوس موږ اقتصادي ګټو ته ګورو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. قریشي دغه څرګندونې نن د انتالیا ناستې په څنډه کې د مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړې دي. قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هېواد په هېڅ صورت د پوځي حل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځينو له خوا ولې نجونې ځورول کېږي او له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

  د بشري حقونو یوې نړیوالې ډلې له افغان حکومته غوښتي چې د نجونو او ښځو د ځورولو او ازار ستونزه حل کړي. د بشري حقونو د څار ټولنې یوې څېړونکې په لارو کوڅو او دولتي ادارو کې د ښځو د ځورولو ستونزې ته د افغان ولسمشر اشرف غني پاملرنه پرځای بللې ده. د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه بیان کې د دې ټولنې د څېړونکې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په «PSL» لیګ کې د ځوان افغان لوبغاړي د ځلېدو ورځ

د پاکستان سوپرلیګ په ۲۷مه لوبه کې پرون کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې کراچي کینګز لوبډلې په ۷ منډو توپیر لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ جذیات   لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکل شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی. کراچي … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلنډ پر وړاندې ننۍ پایلوبې ته د هند ۱۱ کسیزه لوبډله

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې نن د جمعې په ورځ ماپښین ۲ بجې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د القاعده د احتمالي ګواښ په اړه اندېښمنه ده

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي. د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده … نور ولولئ