سپورټ

مجیب ځدران به ډېر ژر د انګلستان په کورني لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب ‌ځدران، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې اخیستل شوی، د راپورونو له مخې هغه به سبا دوشنبه له خپلې لوبډلې «میډلیسکس» سره یوځای شي. دا لوبډله د انګلستان په یاد لیګ کې خپله راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کوي، چې مجیب ځدران به هم په یاده لوبه کې ورسره ولوبیږي. راپورونه وايي، چې هغه څو ورځې وړاندې د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

ویراټ کوهلي د هند تر ټولو لوبډلمشرانو مخکې شو

د هند کرکټ ملې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویراټ کوهلي، د هند ملې لوبډلې تر نورو لوبډلمشرانو د ټیست سیالیو په رهبرۍ کې مخکې شو. د نیوزیلینډ او هند ترمنځ د ټیسټ سیالیو اتلولۍ جام روانه پایلوبه د ویراټ کوهلي ۶۱مه لوبه وه، چې پکې لوبډلمشر دی او د هند تر بل لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني څخه مخکې شو. هند لوبډلې د ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د یادو ۶۱ لوبو په ترڅ کې ۳۶ ګټلې، … نور ولولئ
ادبیات

لندۍ او د ښځو نازک خيالي!

  لنډۍ د پښتو ولسي ادب روح دی؛ د ژوند ټول اړخونه پکې انځور شوي دي. ښځې چې په عنعنوي توګه له ډېرو پابنديو سره مخ دي او په ډېرو موضوعاتو کې د وينا، مشورې او پرېکړې حق نه لري نو خپل دا تاثرات په لنډېو کې څرګندوي. دا ډول څرګندونې بيا ډېر ژر په ټولنه کې خپرېږي. ښځو ډېری وخت خپل احساسات او نازک خيالي په لنډيو کې څرګنده کړې ده.دا نازک خيالي ښځو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د ماشوم وهل ټکول کومې اروایي ستونزې رامنځته کوي؟ – مرکه

له استاد امرخیل سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه؛ یوه ورځ په کوڅه کې روانه وم، یوه کور کې د ماشوم سختې چغې اورېدل کېدې، چغې دومره لوړې وې چې زه همغلته ځای پر ځای ودرېدم له څو دقیقو وروسته ماشوم پر دې بریالی شو چې د مور له لاسه ځان خلاص او د کور له ور څخه دباندې راووځي، زما په لیدو وشرمېده د بېرته ننوتلو هڅه یې وکړه خو ما ورته وویل نه نه … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په روان سوپرلیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي بابراعظم په یاد لیګ کې یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ. بابراعظم لومړنی لوبغاړی شو، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې یې خپلې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه دا منډې په ۵۵ انینګزونو کې کړې دي. بابر په یادو سیالیو کې ۲۰ پنځوسیزې وهلې، خو کومه سلیزه یې نه ده … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان؛ بابراعظم، ویرات کولي او کېن ویلیمسن د نړۍ غوره توپوهونکي دي

  راشدخان ویلي، چې دوی درې واړه د نړۍ تر ټولو کلاس یا غوره توپوهونکي دي او دوی هغه لوبغاړي دي، چې د لوبې حالت ته په کتو توپوهنه کوي. په رښتیا هم کله چې د دوی لوبډلې ته د ذمه وارۍ اړتیا وي، کېن ویلیمسن یا ویرات کولي او یا هم بابراعظم کریس کې موجود وي؛ نو د مقابلې لوبډلې بشپړه وېره په زړه کې وي، چې لوبه بایلي. د کېن ویلیمسن کلکوالی موږ … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي عیسی خېل د نوین الحق پر وړاندې

  په بلاسټ سیالیو کې نن دولس لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، چې په دې دولس لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي. یوه لوبه چې د نارتمټن شایر او لېسېسټرشایر ترمنځ مازیګر شپږ بجې پیلیږي، پکې دوه افغان لوبغاړي د یو بل پر وړاندې لوبه کوي. په نارتمټن شایرکې محمدنبي عیسی خېل لوبېږي او لېسېسټرشایر کې نوین الحق اخیستل شوی دی. بل پلو په کېنټ لوبډله کې قیس احمد شامل دی … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان دې لوبډله بهر شوه

  د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو بیا ځل د جون په ۹مه په دوبۍ کې پیل شوې وې، په دې لوبو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدران، رحمان الله ګربز، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او وقارسلام خېل ولوبېدل. محمدنبي او مجیب د دویم ځل پیل لپاره بیا په دې لیګ کې ونه لوبېدل او د انګلستان بلاسټ سیالیو لپاره یې ځان چمتو کړ. مجیب الرحمن لا هم د ویزې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: د اغزن سیم لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې

د پاکستان حکومت وایي، چې پر ډيورنډ د اغزن سیم د لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ددغه هېواد ملي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی پر دغه کرښه د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکوي او ژر به یې چارې بشپړې شي. د هغه په وینا دمګړی د اغزن سیم د لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي. پاکستان داسې مهال پر … نور ولولئ
کرونا

د روغتیا نړیوال سازمان په واسطه د کرونا څلور ډولونه پېژندل شوي

د روسیې د عفوني ناروغیو نظارت کونکی سازمان ریس انا پوپوا ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه د کرونا ویروس څلور ډوله موندلي، چې بریتانیایي ویروس، افریقایي جنوبي ویروس، برزیلي ویروس او هندي ویروسونه دي. اوسمهال په نړۍ کې پر دې ویروس ډېر کسان اخته شوي او دا ویروس د تیتېدو په حالت کې دی. د هغه په وینا تر دې مهاله د روغتیا نړیوال سازمان څلور ډوله مهم ویروسونه پېژندلي، چې … نور ولولئ